
نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۳۰لړم،۱۳۹۷ل): د سپين بولدک ولسوالي سره څېرمه د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې په یوه مسجد کې چاودنې وشوه، چې د لومړنیو معلوماتو سره سم لږ تر لږه لسو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
تر اوسه د پيښې نور جزئیات نه دي ترلاسه شوي ؛ خو پولیسو رسنیو ته ویلي، چې د حافظ مطیع الله په نامه د یوه ځايي مخور دیني عالم په مسجد کې ماښام مهال رامنځته شوه.
د یادونې ده، چې تېره ورځ په کابل ښار کې هم د میلاد النبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت په یوه مذهبي غونډه په یوه خونړي برید کې لږ تر لږه پنځوس تنه شهیدان او شاوخوا نوې تنه ټپیان شول.
بهترین کار وسو. کابل مسلمانان ندی پاکستان کی دی. د ښه پاکستانی دی الله رنګ ورک کړی که مسلمان هم وی.