ولي د میلاد النبی پر غونډې برید؟ !

نن ټکی اسيا سرليکنه
تیر ماښام ناوخته د کابل ښار په یوې خوندی سیمې د اورانوس هوټل د غونډو په تالار کې تر سره شوي برید تر سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

دا خونړی برید پر هغې غونډې تر سره شو چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مبارکې زوکړې ( میلاد) په مناسبت جوړه شوې وه.

مونږ په داسی حال کې چې د ولسی خلګو په تیره د علماوو او منورینو په خلاف دا برید په تر ټولو سختو الفاظو غندو او هغه بشر ضد جنایت بولو د برید قربانیانو ته له الله تعالی حخه د جنت او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا غوښتنه کوو.

د هیواد په دغو حساسو شیبو کې دغه ډول وحشیانه بریدونه خپل زماني او مکاني مدلولات لري او تر شا یې له شکه پرته هغه مجرم جهت لاس لري کوم چې له تیرو اوولسو کلونو راهیسي یې زمونږ ځوریدلي افغانان همدغسي په وحشت سره د ځان په وینو لمبولي.

هغوی تل کوښښ کړی چې په دغسي وحشیانه بریدونو سره په یوه غشي متعدد اهداف په نښه کړي.

د کابل وروستی بوږنوونکی برید طراحانو چې د کوم هدف لپاره دغه مجرمانه برید تر سره کړی ولس ته د هغوی تورې، کثیفې او کرغیړنې څیرې ښکاره دي.

پر مذهبي محافلو بریدونه او په مساجدو، مدارسو او نورو دیني مناسباتو او مراکزو باندې بمبارۍ دواړه د شکست خوړلیو دښمنانو هغه بُزدلانه عمل دی چې د ترسره کولو مجری یې یوه او تور مخي عاملین یي هرچا پیژندلي دي.

هغوي په دغسی ناروا او غیر انسانی کړنو سره هیڅکله خپلو شومو اهدافو ته نشي رسیدلای.

بلکې دا جنایت به یې د مزیدې ناکامي او فضیحت لامل کیږي ان شاء الله او مسلمان افغانان به د هغوی د وحشت او بربریت خلاف په یوه صف کې سره متحد کیږي ، د الله په نصرت او بیا د خپل ملي یوالی په مټ به د هغوی مقابله کوي او

خپل هیواد به د هغوی د وحشیانه یرغل او په یرغل پوری تړلو جنایاتو له شره ژغوری. ان شاء الله.

و ما ذالک علی الله بعزیز.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
همدرد افغان
میلمه
همدرد افغان

تر څو چی اشعال وی دا به حال وی، یوه ورځ به تر بلی بدتره کیږی.

مزرک،بنګړیوال
میلمه
مزرک،بنګړیوال

نو چه اشغال دی ،نو ته علمان وژنی؟نو چه اشغال دی ته د میلادالنبی په ورځ په دینی غونډه کی چاودنه کوی؟ک
که رښتیا اشغال ګر وژنی ولی مستقیما په حمله نه کوی؟عالمان او میلادالنبی ورځ اشغال سره څه تړو لری؟