ذبيح الله مجاهد د جعلي ټويټ په اړه سپيناوی وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې تيره ورځ د کابل په اورانوس هوټل کې د میلاد النبي په غونډه کې چاودنه وشوه چې په کې ګڼ شمير ديني عالمان مړه او ټپيان شول، يو شمير رسنيو د ذبيح الله مجاهد په نامه يو جعلي ټويټ خپور کړ چې په کې ليکل شوي وو چې د کابل چاودنه د طالبانو له لوري شوې ده خو طالبانو دا ټويټ جعلي بللی او دا پيښه يې غندلې ده.

طالبانو تيره ورځ د کابل له پيښې وروسته د یوې اعلاميې په خپرولو سره دا بريد وغنده او عاملين يې جنايتکاران وبلل.

د طالبانو له رسمي اعلاميې مخکې يو شمير رسنيو ذبيح الله مجاهد ته منسوب يو جعلي فوټو شاپ شوی ټويټ خپور کړ چې په کې ليکل شوي وو چې(( د کابل په يو مجلل هوټل کې د کابل ګوډاګي ادارې مرتدو ديني عالمانو استشهادي بريد وشو چې په کې پنځوس تنه ووژل شول.))

په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه هڅه د کابل ادارې د استخباراتي کړيو له لوري د طالبانو د بدنامولو له پاره شوې وه.

خبر پاڼه زياتوي چې ((موږ دغه جعل او تزویر په کلکه ردوو،‌ له رسنیو څخه غوښتنه کوو چې له دښمن سره په استخباراتي دسیسو کې ونډه وانخلي‌او د داسې بدنامونکو هڅو له نشر څخه ډډه وکړي)).

خبر پاڼه مخکې کاږي ((باید و وایو، له کوم ټیوټر اکاونټ نه چې په لومړي ځل دا جعلي فوټوشاپ عکس نشر شو، اکاونټ په همدې ورځ جوړ شوی او یوازي دوه کسان فالورز لري، په لاندي انځور کې هرڅه له ورایه معلومیږي))

طالبانو يو ځل بيا د رسنيو په مسؤلینو غږ کړی چې له جعلي خبرونو څخه ډډه وکړي او يا لږ تر لږه د طالبانو له ويندويانو څخه د دا ډول پيښو په اړه د سپيناوي غوښته وکړي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو په نامه ځينې جعلي خبر پاڼې او اعلاميي او حتی ځينو خلکو د شخصي ګټو په خاطر د کابل له حکومت سره د طالبانو جعلي استازو په توګه د مذاکراتو خبرې هم کړې وې چې د طالبانو له لوري يې مخه نيول شوې او افشاء شوي دي.

نږدې يوه مياشت مخکې طالبانو درې تنه هغه جعلکاران ونیول چې د طالبانو په جعلي استازيتوب يې د افغانستان له حکومت سره د شخصي ګټو په موخه د مذاکراتو مجلسونه کړي و او د طالبانو د مشر شيخ هبة الله اخندزاده يو جعلي ليک يې هم له ځان سره درلوده.

طالبانو له خبرپاڼې سره یو ځای هغه جعلي ټويټ هم نشر کړی دی چې په لاندې توګه دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

سړی حیران پاتی شی جه اخر دوی به له څه شرمیږی، باداران له ویری ارګ ته نه راځی داسی نه چه د غین ساتونکی ورباندی زړه سوړ نه کړی باګرام ته غلامان غواړی، غلامان له دی ویری چه غلامی یی په ډاګه نشی د باګرام د امریکایی نظامی بیس د ناستی ځای داسی تمثیلوی چه باداران یی ورله ارګ ته راغلی . بیا څومره شرم چه دغه غولنه غلا یی هماغه امریکا په داګه کوی او لمن یی ورله په سر اړوی مګر دوی نه شرمیږی. د قضایی مصونیت په اخستلو یی په کورونو څه چه په پالنګو کی یی… نور لوستل »