محمد شهزاد په لومړۍ ټي ټین لیګ سیالۍ کې ریکارډونه جوړ کړل

 

د لس اوریزو لیګ سیالۍ کې محمد شهزاد چې د راجپوتز لوبډلې لخوا لوبیږي په لومړۍ سیالۍ کې د شپږیزو باران جوړ کړل.

په یاده سیالۍ کې شهزاد په ۱۲ توپونو نیمه سلیزه ووهله، همدا ډول یې په یوه اور کې له پریرا څخه ۳۰ منډې واخیستې، همدا ډول یې د لس اوریزو سیالیو زیاتې منډې جوړې کړې.

محمد شهزاد چې د سیندیز لوبډلې ۹۵ منډې هدف پوره کاوه، د برینډن میکولم سره یو ځای ټاکلی هدف یوازې په ۴ اورونو کې پوره کړ.

په دې کې شهزاد ۸ اسمان څکې شپږیزې او ۶ څلوریزې ووهلې، د شهزاد په ۷۴ منډو کې یوازې ۲ یوه-یوه منډه او نورې شپږیزې او څلوریزې ووهلې، نوموړي ټولې منډې په یوازې ۱۶ توپونو جوړې کړې.

محمد شهزاد په یاد لیګ نړیوال مبصرین په ستاینو ستړي کړل، نوموړي هرې خواته شپږیزې ووهلې، او هیڅ لوبغاړی یې بې له شپږیزې وهلو پرینښود.

یاده دې وي چې له دې وروسته د پښتونز او کیرالا لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي، چې په کې به یو شمېر افغان لوبغاړي ګډون کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د