د غم او ویر تجارت/ فتحان حنفي

راشه د یو داسې تجارت مشوره درکړم
ګیراک به دې افغان وي کفنونه خرڅوه

ولاړ شه له کونړه لرګي راوړه جوړوه یې
سېزن یې دی خرڅېږي تابوتونه خرڅوه

هر سړی د خپل شهید مزار ته جنډه غواړي
تنکې تنکې چنار او بیرغونه خرڅوه

کفن تابوت بیرغ ورسره د مړې عطر
دا ټول نن ښه خرڅېږي هم ګلونه خرڅوه

یا لویه دښته واخله په ارزانه بیه ته
بس دوه ګزۀ تیار تیار قبرونه خرڅوه

ته ژموږ په سرو وینو تجارت کوه تربوره
بې فکره مو د سر او نوم مېړونه خرڅوه

ځولۍ دې که نده ډکه شوې حرصناکه
خاوره د وطن او ډک ډک غرونه خرڅوه

زموږ له زړو وتلې سوې آه دې درپسې شي
په موږ باندې ظالمه مه غمونه خرڅوه

شتمن به شې فتحانه د صبر کاروبار کې
په خپل رب دې ژور ژور زخمونه خرڅوه

فتحان حنفي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د