نړۍ

عادي الجبیر: د خاشقجي وژنې ته ورته پېښو د مخنيوي لپاره په خپلو چارو بيا کتنه کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لندۍ، ۱۳۹۷ل): د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر ويلي، چې استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژنې لامل له صلاحيتونو تجاوز او د ناوړه ګټې اخيستل دي او ژمنه يې کړې، چې هېواد به يې د دغه ډول پېښو د مخنيوي لپاره په خپلو چارو بيا کتنه وکړي.

عادل الجبیر د امريکا «سي ان بي سي» ټلويزون سره په خپله تازه مرکه د خاشقجي قضيې په اړه ويلي: «موږ څو ځله دا تکرار کړې، چې د خاشقجي په قضيه کې د سعودي حکومت او په ځانګړې توګه ولي عهد محمد بن سلمان ښکېل نه دی»

دغه سعودي چارواکي ټينګار کړی، چې د خاشقجي په قضيه کې ښکېلو کسانو له خپلو حدودو تجاوز کړی، دا پېښه په غلطۍ رامنځته شوې او بايد هېڅکله داسې نه وای شوې.

جبیر ژمنه کړې، چې هېواد يې دغه قضيه په هر اړخيزه توګه څېړي او د خاشقجي په وژنه کې ښکېل کسان به محکمې ته سپارل کيږي او ټول به د خپلې ګناه سزا ويني.

جبیر يو ځل بيا ټينګار کړی، چې د خاشقجي وژنه حکومتي پرېکړه نه وه، بلکې وژونکو له خپلو واکونو ناوړه ګټه پورته کړې، هغه يې  وژلی او د خاشقجي د وژنې له امله ټول سعودي ولس پرېشانه دی.

جبیر دا څرګندونې په داسې حال  کې  کړي، چې  د امريکا د  مرکزي استخباراتو ادارې «سي ای اې» ترکيې ته په لېږل شوي څېړنيز راپور کې ويلي، چې خاشقجي د ولي عهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی، همدارنګه د ترکيې د دفاع وزير خلوص اکار هم وړمه ورځ په کاناډا کې  بي بي سي ته وويل، چې د خاشقجي په وژنه کې د بن سلمان لاس دی.

سعودي د دې پېښې له امله له سختو فشارونو سره مخ دی او تر اوسه هم نه ده روښانه، چې سعودي به له دې جنجالي قضيې څنګه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x