شعـــــرونه

غزل/ غنم رنګ کوچی

غنم رنګ کوچی

زړګی چې مې نری نری دردیږي را یادیږي
دا واورې چې میده میده وریږي را یادیږي

هغه سره د بیا لیدو کتو څه امکان نشته
خو زړه بد بخت مې وایي رایادیږي ، رایادیږي

واکمنو په رڼا ورځ ددې قام خزانه لوټ کړه
خواران مو ورځ تر بلې بربادیږي رایادیږي

د هغه ګلابي مخ خــنده رویــه ئې څــېره وه
چې کوم ښکلی مې مخې ته خندیږي رایادیږي

کوچیه مونږ روښان روښان یاران د لاسه ورکړل
محفل کښې چې نن شپه، شمعې بلیږي را یادیږي

غنم رنګ کوچی/کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x