غزل – عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

خوب مي لیدی چي له جانان څخه هېر سوی یمه
شپه سبا کیږي له مُغان څخه هېر سوی یمه

لکه ارغند ستونی مي وچ وي له اهاړه څخه
کلونه کېږي له باران څخه هېر سوی یمه

زه به مي څنګه له ازل څخه ګیله نه کوم
چي له قسمت او له اسمان څخه هېر سوی یمه

دا یوه ورځ مي له نصیبه وي په غلا راوړې
پر ډوبېدلو له توپان څخه هېر سوی یمه

دا وروستۍ چیغه در لېږمه د سبا پر اوږو
یوه شېبه مي له زندان څخه هېر سوی یمه

د پلونو نښي مي له وخته سره باد وړي دي
هم له ملګرو هم کاروان څخه هېر سوی یمه

اوس مي سندره د رباب تارونه نه شرنګوي
د مطربانو له داستان څخه هېر سوی یمه

نور مي غزل کلي ته نه ور وزي شرنګ نه لري
هم له پایزېب هم له پېزوان څخه هېر سوی یمه

اوس به پر کومو لارو پل د جهاني لټوې
چي له جلاد او بندیوان څخه هېر سوی یمه.

د ۲۰۱۸ کال د نومبر نولسمه
ویرجینیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د