د روسيې د استخباراتو رئيس مړ شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د روسيې د استخباراتو رئيس جنرال ايګرو کوروبوف د ورپيښې ناروغۍ له امله تيره شپه مړ شو.

د روسيې د دفاع وزارت ويلي دی چې نوموړی له څه مودې راهيسې ناروغ و چې تيره شپه يې د روسيې په يو روغتون کې ساه ورکړه.

جنرال کوروبوف د ۲۰۱۶ کال راهيسې د روسيې د استخباراتو د رئيس په توګه ټاکل شوی و او له هغې وړاندې د روسيې د پوځ پياوړی قومندان و.

د روسيې چارواکو د نوموړي په وژنه خواشيني ښودلې او دا يې د روسيې له پاره يوه ضايعه بللې ده.
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د