شعـــــرونه

غزل/ الفت جان

الفت جان

ورو ورو مزل کوي ستنیږي جانان ذکر کوې
دغره لمن باران وریږي جانان ذکر کوي

دپاک الله درحمت څاڅکی یې پر زلفو لګی
مسکی مسکی شانتي ښکاریږی جانان ذکر کوي

لاس کې تسبیح په ژبه اخلي پاک نامه دڅښتن
چې استغفار وایی ژړیږي جانان ذکر کوي

چانټه تر ملا ټوپک ترڅنګ څادر له ځان تاوه وي
درومي هدف ته روانیږي جانان ذکر کوي

الفت ملنګ یې په دعاوو کې همیش یاده وي
هره لحظه ورته یادیږي جانان ذکر کوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x