Naseer-Ahmad.ahmadi
تکړه کيسه لیکوال نصير احمد احمدي

د واورې سړی – نصير احمد احمدي

نصير احمد احمدي

د دلوې د مياشتې لومړی مازديګر و چې اسمان سپينو ورېځو ونيو، واوره پيل شوه او په لنډ وخت کې يې يوه لوېشت پوټی سپين کړ. ورېدا اوږده شوه. يوه ورځ، دوې ورځې، درې ورځې… تر دې دمه کليوال ورته خوشاله وو، واوره يې کارېزونو ته سره زر ګڼله، خو وروسته د بامونو پاکولو ستړي کړل، خلق يې تنګ شو او چې په څلورمه او پنځمه ورځ يې هم لمر ونه ليد، خدای (ج ) ته يې د اورښت د درېدو خواستونه شروع کړل.

واوره ډېره اورېدله، ما په خپله متر ورسره ونيو، نوي سانتي ته رسېدله، څوک د باندې نه شو وتلی، ګشت وګام نه کېده، ان د نږدې کليو لارې هم بندې وې، نه پوله ښکارېدله او نه هم پټی، ټوله سيمه يو لاس، تکه سپينه وه. ځکه به نو د جومات تر څنګ اوږده کوټه له کليوالو ډکه وه او د تاوخانې په تاوده ځای به ځای نه کېده.

ماشومان به هم په دې خونه کې سره راټول وو، په جېبونو کې به يې له پرتو مردکيو ټکا ايسته او کله کله به يې له لويانو په پټه جفت او تاق کاوه.

په کليوالو کې يو پردی سړی هم ښکاريده، دی يو ژېړ مازديګر کلي ته راغی، شل -دېرش افغانۍ يې ټولې کړې، په جومات کې يې شپه شوه او کله چې سهار وختي د باندي ووت، واوره په شدت سره اورېدله.

بوډا د ناچارۍ له مخې په جومات کې پاتې شو، کليوالو به ډوډۍ ورته راوړله، دی ډېر نه غږېده، غلی سړی و، چورتونه به يې وهل، خو کله کله چې به د واورې بڅرکي غټ شول، د ده سترګې به وځلېدې، په څېره کې به يې خوشالي راټوله شوه او له خړو شونډو به يې څو ځله د( شکر) کلمه راووته. په پېل کې به د بوډا دا شکرونه په غوږونو ښه لګېدل، خو وروسته يې کليوالو ته دومره خوند نه ورکاوه، ځينو شوخو ځوانانو به لا ټوکې پسې کولې.

دوی به په ټيټ غږ ويل ” بوډا ته خدای ورکړه، په توده تاوخانه پروت دی، مفته ډوډۍ ور رسيږي، نو واورې ته به ولې نه وي خوشاله.” بل به په ملنډو ورغبرګه کړه: “څه يې کوی! ځمکې به يې ډېرې وي”.. ماشومانو هم “د واورې سړی” نوم پرې کېښود. دوی به بوډا ته اشاره کوله، له نوي نوم نه به يې خوند اخيست او پټ پټ به يې خندل.

په پنځم سهار واوره ودرېده، کليوال بامونو ته وروختل او د درېيم ځل لپاره يې واوره واچوله، خو کله چې ستړي ستومانه جومات ته راغلل، اورښت بيا پيل شو. بوډا تاويدونکو سپينو بڅرکو ته وکتل، په خوند يې وويل:

_مه کوه! مه کوه چې اووري!

دې خبرې ځينو ستړو کليوالو ته خوند ور نه کړ، يو ځوان بې حوصلې شو، په خوشکه يې وويل:

_ کاکا! څه دې پکې ليدلي دي، کرار پروت يې، دا ځل به دې يوه بام ته ور وخېژوم، بيا به دا خبره ونه کړې.

يوه بل په ملنډو ورغږ کړ:

_ څه يې کوې ، ځمکې به يې ډېرې وي، د وچکالۍ غم ورسره دی.

په دې خبره څو ځوانانو وخندل.

بوډا يوه شېبه غلی و، مايې سترګو ته وکتل، اوښکې پکې رغړيدلې، وروسته يې يوې ترخې خندا شونډې سره وېړې کړې ، ورو يې وويل:

_بچيانو! نه ځمکه لرم، نه کور او نه هم کوم خپل- پردی. اوياوو کلونو ته رسېدلی يم، ځکه نو د واورو د اچولو تمه هم مه را ته کوئ، وچکالۍ ته هم دومره زړه نه خورم،خدای مهربانه دی، له لوږې به نه مرو،خو زه دا سپين بڅرکي د بل څه لپاره غواړم.

بوډا غلی شو، کليوالو ته يې وکتل، هغوی حيرانې سترګې ورته نيولې وې، بيرته يې سر وځړيد، يوه سړه ساه يې واېسته، په خوابدي غږ يې وويل:

_ تېر ژمی واوره کمه اوورېده، يواځې يوه مياشت پرته وه، خو بيا هم ښه و، د کليو لارې بندې وې، تګ راتګ نه کېده، پښه يې نيوله، د موټرو، موټرسايکلو او ټانکونو سينې يې راګرځولې، کراره کراري وه، خو کله چې واوره ولاړه او لارې تورې شوې، ګولۍ اوورېدې، زما ځوان زوی يې را وويشت او وينو يې د دېوال سيوري ته پرته واوره سره کړه. د واورې اوريدو ته مه خپه کيږئ، دعا وکړئ چې ډېره ووريږي، هومره چې لارې د ډېر وخت لپاره بندې کړي، ژر ويلي نه شي او څو ورځې د وينو د توېدلو مخه ونيسي.

پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د