ټولنیزه برخه

ما په سختۍ سره ووژنئ..!

غلام عمر عبدالله

هغه نوم چي ټوله ئې پېژني او ټولو اورېدلی دی.

هغه د اميرالمؤمنین حضرت علي رضي الله عنه د قاتل (عبدالرحمن بن ملجم خوارجي) نوم دی.

پوهېږئ چې عبدالرحمن بن ملجم خوارجي څوک په شهادت رسولی دی..؟!

عبدالرحمن بن ملجم خوارجي داسي يو کس په شهادت ورسوی چي هغه…

– د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تره د زوی ؤ.

– د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زړه د ټوټې (فاطمې رضي الله عنها) خاوند ؤ.

– د جنت د ځوانانو (حسن او حسين رضي الله عنهما) پلار ؤ.

– د جنت زېری پر شوی ؤ.

زموږ ډېری (کسان) دا ګمان کوي، چي دا بدمرغه (عبدالرحمن بن ملجم )

يو فاسق، بدکاره او له دين څخه ناخبره انسان ؤ.

په داسي حال کي چي داسي نه ؤ؟!

– هغه يو تقواداره.

– نېک.

– پرهېزګاره انسان ؤ.

– د هغه په مخ کي د ډېرو سجدو نښي ښکارېدلې.

کله چي اميرالمؤمنين حضرت عمر رضي الله عنه، د مصر د والي (حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه) د غوښتني لپاره کس ټاکی، نو حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه ورته وويل: ای امير المؤمنينه!

ماته داسي يو سړی راولېږه، چي د مصر خلکو ته د قران قرأت ور زده کړي.

اميرالمؤمنين حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: ما تاته عبد الرحمن بن ملجم در ولېږی.

دا داسي يو کس دی، چي زه دا خوښه ګڼم چي دی دلته زما سره پاته شي.

کله چي تاته در ورسېدی نو يو کور ورته وټاکه، ترڅو خلکو ته قران ور زده کړه کړي او ښه درناوی ئې وکړه!؟

هوو!!! (عبد الرحمن بن ملجم)!

د مؤمنانو د امير حضرت علي رضي الله عنه قاتل ؤ.

هوو!!! (عبد الرحمن بن ملجم)!

د قران حافظ، زاهد او عابد انسان ؤ.

همدې (عبد الرحمن بن ملجم)!

دغه ایات (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ [سورة البقرة – 207]

پر ژبه تکراراوه او د مؤمنانو امير حضرت علي رضي الله عنه ئې په توره وواهه او شهيد ئې کړ.

دا چي د عبدالرحمن بن ملجم فهم، درک، تصور او پوهه د اسلام په هکله نېمګړې او ناقصه وه

نو ځکه ئې تقوا، زهد او هيڅ نېک عمل ګټه ور ونه رسول.

په امت کي ئې (د اميرالمؤمنين د وژلو) لويه فتنه رامنځته کړل، او بده خاتمه ئې په برخه شول.

دا ټول ځکه چي نوموړی د خوارجو (په تائيد او ملاتړ کي د هغوی) شاته ودرېدی.

هغه خوارج چي د اسلامي امت ډېری ځوانان ئې د لاري واړول (له هغوی څخه ئې فاسدان او قاتلين جوړ کړل).

کله چي عبد الرحمن بن ملجم خوارجي د قصاص کولو لپاره زنداني کړل شو، نو جلاد ته ئې وويل:

ما په يوه ځلي مه وژنئ!!!

زما د وجود هره برخه جلا جلا پرې کړئ، تر څو، زه د الله په لاره کي ډېر په تکليف (عذاب) کړل شم.

دا ابن ملجم خوارجي او د هغه انجام ؤ

نو د هغه د پيروانو او هم فکرو به څه حال وي..؟!

[كتاب أقتضاء الصراط المستقيم، لشيخ الإسلام إبن تيمية (ص5)].

سبحان الله!

عجیب فکر او عجیبه عقيد.؟!

ايا د امير المؤمنين په وژني سره (انسان) الله تعالی ته نږدې کېدلای شي.؟!

والله!

دا هم هغه حالت دی چي نن ورځ ئې موږ په خپلو سترګو وينو.

چي ځيني کسان د بې ګناه او بې طرفو کسانو په وژلو سره ځانونه الله تعالی ته نږدې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

سلامونه عمر صاحب.بهترینه له له عبرت څخه ډکه قصه.هیله مند یم چه اوسنی فتوا ورکونوکی، او قتل کونکی،دا د عبرت قصه څو واری ولولی.او پند ترینه واخلی.ورسته پیښمانی بن ملجم په شان هیڅ ګټه نه لری.

سلام

غلام عمر عبدالله صاحب ! ستاسی دا خبره چه هغه وخت څه تیر شوی خوارج څوک وو حتی د حضرت علی کرم الله وجهه د شهادت سبب شوی ناسمه کار وو، یا د صفیین جګړه چه د حضرت عایشی رض او حضرت علی رض تر منځ پیښه شوه ډیر مسلمانان پکی له دواړو خواوو به شهادت ورسیدل همدارنګه د کربلا او داسی نوری پیښی . طبیعی خبره ده چه میکروبونه به پاکو ځآیو کی چه احتیاط شتون نه لری وده کوی او د هر دول ناروغیو او بدمرغیو سبب کیږی . زمونږ د هیواد اصلی ستونزه اشغال او جنګ له… نور لوستل »

غ.حضرت

۱- د ډېرو کتابونو تصنیف او د ډېرو فتواګانو صدور لزوماً د حقانیت نخښه نده لکه څنګه چه د ابن ملجم تحجری تعبد د هغه د حقانیت نخښه نه وه. ۲- کاشکی ابن تیمیه را ژوندی سی او ووینی چه نن همدا دده فکری او عقیدتی لارویان او پیروان او مریدان د نړیوال استعمار د شومو پلانونو په جال کی رانغښتی او د اسلام او مسلمان عزت ته ئې سخته صدمه رسولې ده. ۳- شاید ابن تیمیه کومه غمزه وهلې وه چه پورته بیان ئې لیکلی دی که نه هغه خپله د خوارجو سخت خواخوږی او د علی بن ابی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx