افغانستان

ټاکنو کمیسیون پر جمعه د لسو ولایتونو پایلې اعلانوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، سبا (جمعه، ۲لېندۍ) به د لسو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د دې کمیسیون د ویاند یو مرستیال میرزا محمد حق‌پرست وايي، دوی به همداسې پر مخ ځي او د لسو – لسو یا هم پنځو – پنځو ولایتونو پایلې به اعلانوي.

هغه ونه ویل، چې لومړی به د کومو ولایتونو پایلې اعلان شي، خو وړاندې تر دې ټاکنو کمیسیون ویلي و، دوی به د لېندۍ په دویمه ټولې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

څو ورځې وړاندې د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل، د ځينې ستونزو له امله نه شي کولی چې ټولې پایلې یو ځايي اعلان کړي.

دا په داسې حال کې دی چې پر ټاکنو کمیسیون د فساد او درغلۍ تورونو زور اخیستی دی.

په کابل کې د دې کمیسیون د ولایتي دفتر نوي مشر یوه میاشت دنده هم ونه کړه او له دندې تېر شو.

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې (۲۹-۲۸) ورځو ترسره شوې، چې کندهار کې ولایت مقام کې د ننه د برید له امله یوه اوونۍ وروسته ترسره شوې.

د ټاکنیزې پروسې څارونکي بنسټونه وايي، د ټاکنو کمیسیون خپلواک نه دی او د حکومت تر مستقیم فشار او لاس لاندې دی.

تر اوسه لا هم باور نه دی موجودی، چې دا کمیسیون به د پایلو تدریجې اعلان سبا پیل کړي، ځکه وړاندې تر دې يې هم ګڼې ورته ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.

وړاندې سیاسي ګوندونو هم ګواښ کړی و، چې که د ولسي جرګې ټاکنو تر ناندریو کمیسیون د دوی پر معیارونو برابر راووت، باور به پرې وکړي کنه دوی به يې په اړه بل تصمیم ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x