افغانستان

سکاټ میلر د غزني د والي له ساتونکو وسلې غونډې کړې وې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لندۍ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر غزني ته د سفر پرمهال د ولایت مقام حکومتي عسکر او د والي ساتونکي خالي سلاح کړي وو.

غزني ولایت ته د سکاټ میلر د تېرې ورځې د سفر انځورونو د ټولنیزو رسنیو د فعالانو پام ځان ته اړولی، چې په کې د امریکايي جنرال ساتونکي ګوته په ماشه او د والي (وحیدالله کلیمزي) ساتونکي عسکر بې وسلې لیدل کیږي.

سکاټ میلر دا اقدام وروسته له هغه کوي چې تېره میاشت د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق د وژنې په پيښه کې د طالبانو له نفوذي بریده ژوندی بچ شو.

د تېرې اکتوبر په ۱۸مه یاد امریکايي قومندان په کندهار کې له ولایتي چارواکو سره غونډه درلوده. له غونډې وروسته یو طالب بریدګر چې د حکومتي عسکرو په لیکو کې يې د والي تر ساتونکي ګارډه نفوذ کړی و، د ټوپک شپیلۍ ورواړله او برید یې پرې وکړ.

په دغه برید کې د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق، د ملي امنیت رئیس جنرال مومن، د پولیسو د جنوبي زون مشر جنرال نبي الهام او د ۲۰۵ قول اردو یو شمیر منسوبین ووژل شول او د امريکايي پوځ بريد جنرال جيفري سمايلي، د کندهار والي توریالی ویسا ټپیان او پخپله سکاټ میلر په تیښته بریالی شو.

خو دا ځل نوموړي د غزني ولایت ته د سفر پر مهال په ولایت مقام کې له افغان عسکرو او د والي له ساتونکو وسلې ټولې کړې وې او د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان جنرال دادن لونګ په شمول یې په سیمه کې موجود ټول افغان ځواکونه خالي سلاح کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x