افغانستان

غزني؛ جاغوري کې ۱۳ عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو تازه برید کې ۱۳ عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دې ولسوالۍ په بابا صاحب سیمه کې طالبانو د عسکرو یو ټانګ الوزولی او اته عسکر يې ځای پر ځا پکې وژلي.

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي: «همداراز هغه کومکي ګوډاګیان هم د کمینوالو مجاهدینو لخوا د ځپونکي برید په مټ د ۵ مزدورو عسکرو د ژوبلي په ور اوښتو مات او په شا وتمبول شول.»

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ هم په یاده سیمه کې طالبانو درې پوستې او شپږ مورچلونه له ځايي ټوپکمارو او عسکرو ونیولې.

تېره ورځ د مالستان ولسوالۍ ته څېرمه هم، طالب سرتېرو اته کمانډو عسکر ووژل.

غزني کې په دې سیمو کې د جګړې د کنټرول لپاره د پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي هم غزني ته رسېدلی او د دفاع وزارت چارواکو په وینا، د جګړې مشري د هغه پر غاړه ده. چې تېره ورځ د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان هم غزني ته لنډ سفر درلود.

درې ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت وویل، چې مالستان کې يې بشپړ واک تر لاسه کړی او جاغوري کې يې هم طالبان شاتګ ته اړ کړي دي.

له دې ولسوالیو د جګړې له امله را کډه شوي کسان کابل او غزني کې له رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې طالبان د لارې واک هم په لاس کې لري او ولسي وګړو سره هیڅ بد چلند نه دی شوی.

که څه هم ولسي جرګه کې د غزني استازي پرلپسې د «بشري ناورین» نارې وهي او ټینګار کوي چې ملکي تلفات اوښتي دي، خو رسنیو ته داسې اسناد او شواهد په ګوتو نه دي ورغلي چې ملکي تلفات ثابت کړي.

وړمه ورځ د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکو وویل، چې د جاغوري ولسوالۍ د اربکیانو له ډزو او لویو توپونو څخه د رسنې سیمې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ لېږدېدو ته اړ شوې دي، خو د غزني چارواکي د اربکیانو دا جنایت نه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x