نړۍ

ایران: که امریکا ځان وښوروي، پر اډو به يې برید وکړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): امریکا له ایران څخه له اټومي تړون څخه یو طرفه ووتله، چې ورسره يې پر ایران په دوو پړاوونو کې بندیزونو ولګول.

د متحده ایالاتو او ایران تر منځ له هغه راهیسې اوبه لا خړې شوې، چې ان د خاشقجي په اړه تبصره کې هم ټرمپ ایران ته خوله ور اچولي.

سپينې ماڼۍ د ډونالډ ټرمپ په حواله خبرپاڼه کې خپره کړه، چې پکې له سعودي سره پر همکارۍ ټینګار شوی و او ویل شوي و، که جمال خاشقجي د ولیعهد پر امر وژل شوی وي یا نه؛ امریکا او سعودي سره ملګري دي.

په همدې خبرپاڼه کې ټرمپ ویلي: «تاسې ایران ته وګورئ، دا ډېر بد لوبغاړی دی!»

تازه د ایران د سپاه انقلاب د هوايي فرقې قومندان امیر علي حاجي زاده ویلي، که امریکا يې پر ضد اقدام وکړي، نو دوی به يې افغانستان، عربي متحده اماراتو او قطر کې اډې په نښه کړي.

هغه دا هم وویل چې دوی دا توان لري چې خلیج کې امریکايي الوتکې او کښتۍ په نښه کړي.

تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، ټرمپ په خندوونکي ډول د خپلو خبرو یوه برخه ایران ته ځانګړې کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x