افغانستان

د سولې شورا: ځينې دې له طالبانو د تسلیمۍ تمه نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سولې شورا وايي، له طالبانو سره د خبرو اترو مانا دا نه ده، چې دوی به وسلې پر ځمکه ږدي او له حکومت سره به یو ځای کېږي.

د دې شورا مرستیال حاجي دین محمد وویل:« ځینې خلک هیله لري، چې طالبانو له وسلو سره راشي او حکومت ته تسلیم شي.»

هغه دا هم وویل چې د غني له لوري د مشورتي بورډ جوړول د دوی هڅې نه زیانمنوي.

که څه هم د دې بورډ له جوړېدو سره د سولي عالي شورا د لغوه کېدو اندېښنې هم پیاوړې شوې دي، خو حاجي دین محمد وايي دا بورډ به له دوی سره پر مشورو پر مخ ځي.

هغه له یو خصوصي تلویزون سره خبرو کې وویل، که دا بورډ د سولې په برخه کې کومه پوښتنه لري یا له ستونزې سره مخ کېږي، نو له سولې شورا او خلکو سره به يې شریکوي.

تېره ورځ د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پخپله ټویټر پاڼه لیکلي و، چې د خپل ماموریت په بشپړېدو سره به حتمي پایلې ته رسېږي.

حاجي دین محمد وايي، ښه به وي چې د خبرو اترو اړوند تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې ځينو پایلو ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x