
«چارواکي تر ځان دېوالونه تاووي، د ولس کیسه کې نه دي»
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): وړمه شپه، کابل کې اورانوس تالار کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میلاد په مناسبت غونډه کې چاودنې درانه تلفات واړول.
د دې پېښې د قربانیانو خپلوان وايي، حکومت د خلکو امنیت نه شي نیولی او یوازې تر خپلو ځانونو پر دېوالونو را تاوولو بوخت دي.
د راز محمد په نوم یو تن چې خپلوان يې وژل شوی دی، له یوه تلویزون سره خبرو کې وویل، حکومت تر ځان دېوالونه تاووي خو د ولس خوندیتوب ته پام نه کوي.
دوی په دې پېښه کې حکومت شریک بولي او زیاتوي چې تر غونډې وړاندې يې له امنیتي مسؤلینو سره اړیکه نیولې وه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، دوی ته د غونډې د خوندیتوب لپاره هیڅ نه و ویل شوي، خو د هوټل مالک وايي د پنځلسمې حوزې مسؤلین ورسره په اړیکه کې و.
د اورانوس هوټل څښتن مولا محمد وايي، د پنځلسمې امنیتي حوزې مسؤلینو ته يې د غونډې د جوړېدو لپاره خبر ورکړی و او هغوی هم څلور تنه عسکر د خوندیتوب لپاره ګمارلي و.
دا پخپل ذات کې نوې او پېچلې پېښه ده، خو خواله رسنیو کې يې فعالان دا د امریکایانو کار بولي.
د دوی په باور امریکا له عراق نه هم د تېښتې پر وخت دا ډول وحشتونه ترسره کړي دي.
طالبانو هم په خپره کړې تبصره کې ویلي، دا پېښه د اسلام او هېواد د دښمنانو کار دی، چې غواړي دلته مذهبي تاوتریخوالي ته لمن ووهي.