د بهرنیو ځواکونو قومندان هم پر سوله‌ییز حل ټینګار کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر وايي، دوی هم د سولې لپاره هڅې کوي.

هغه تېره ورځ غزني ته د سفر پر مهال رسنیو ته وویل، چې دوی دفاع هم کوي او سوله‌ییزې هڅې هم پر مخ وړي.

مېلر ونه ویل چې تعرض کوي، هغه وویل: «موږ ښکاره یوه سوله‌ییز لار تعقیبوو، خو له دې سره سره له خپل ځانه دفاع ته هم تیار یو.»

هغه چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې په کندهار کې د طالبانو له نفوذي بریده په تېښته بریالی شو، سره له دې چې ورسره څېرمه افغان عسکر ټول خلع سلاح وي، مګر پخپله له ځان سره ماشینګڼه ګرځوي.

مېلر، غزني ته د خپل سفر اصلي هدف نه دی په ډاګه کړی، خو په دې ولایت کې د پوځ لوی درستیز شریف یفتلي او د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال هم د وضعیت د سمولو په پلمه پراته دي.

د بهرنیو ځواکونو قومندان په داسې حال کې د سولې پر هڅو ټينګار کوي، چې له مسکو ناستې وروسته د امریکا او طالبانو مخامخ درې ورځنیو خبرو هیلې را پیدا کړې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د