د هوټلونو مالکان: که حکومت مو امنيت ته پام ونه کړي هوټلونه به وتړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د سه شنبې په ماښام د کابل په اورانوس هوټل کې د ميلاد النبي (ص) په اړه جوړې شوې غونډه کې چاودنه وشوه چې له امله يې ۵۵ کسان ووژل شول او ۹۴ نور ټپيان شول، د کابل د هوټلو مالکان ګواښ کوي چې که حکومت يې د امنيت په ساتنه کې همکاري ونه کړي هوټلونه به وتړي.

په کابل ښار کې د هوټلونو مسؤلينو د سه شنبې ورځې بريد دغندنې او غمرازۍ ترڅنګ يې وويل چې که حکومت د دوی د
هوټلونو امنيت ته پام ونه کړي نو دوی به خپل هوټلونه وتړي او خپله پانګه به له هیواده وباسي.

د کابل ښار د هوټلونو د اتحاديې رئيس حاجي محمد نادر قرغه يي په خپلو خبرو کې وويل چې ((موږ د هوټلونو خاوندان
امنیتي ستونزې لرو، موږ نه شو کولای په یواځې ځان د خپلو هوټلونو امنیت وساتو، موږ څو ځله له امنیې قوماندانۍ غوښتي چې امنیت مو وساتي، خو په دې برخه کې هېڅ کار نه دی ترسره شوی.))

نوموړي وويل چې اته مياشتې مخکې يې د کورنیو چارو وزارت مسؤلينو ته ويلي وو چې دوی غواړي د کورنيو چارو له وزير سره د هوټلونو د امنيت په تړاو له نژدې وګوري خو زياتوي چې تر اوسه زمينه نه ده برابره شوې.

حاجي محمد نادر زياتوي چې د کابل په ښار کې د ودونو ۱۰۰ هوټلونه دي چې پرې له ۲۰۰ ميليونو ډيره پانګونه شوې ده او هر
کال حکومت ته ميليونونه افغانۍ ماليه ورکوي خو حکومت يې د امنيت په اړه غم نه خوري.

قرغه يي وويل چې که حکومت د هوټلونو د امنيت په اړه ګام پورته نه کړي دوی به خپل هوټلونه وتړي او په نورو هيوادونو کې به پانګونه وکړي.

د اورانوس هوټل مالک محمد سلام برکي هم وويل چې ((موږ پانګونه او ابادي وکړه، اخر یې دا پایله وه. زموږ حق همدا دی چې په داسې حالت کې قرار ولرو. شکایت مو دا دی چې ولې حکومت زموږ سره د هوټلونو د امنیت په برخه کې مرسته نه کوي.))

هغه وويل چې د اورانوس هوټل په داخل کې بريد ډير زيانونه اړولي دي او ډېرې پوښتنې يې راپورته کړي دي.

نوموړي هم وويل چې که حکومت د هوټلونو امنيت ته پام ونه کړي خلک مجبور دي چې هوټلونه وتړي او خپله پانګه له هيواده بهر وباسي.

بل لور ته د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ويلي دی چې دوی د سوداګرو او پانګوالو امنيت ته پام کوي او زياتوي چې د هيوادوالو په امنيت کې يې خپل مسؤليت ادا کړی دی.

نوموړي وويل چې د ميلاد النبي په اړه جوړه شوې غونډې په اړه مونږ ته خبر نه و راکړل شوی خو د هوټل مالک او غونډې جوړونکي وايي چې امنيتي ادارو ته يې خبر ورکړی و.

د يادونې وړ ده چې په ۱۳۹۶ لمريز کال کې هم د کابل په قصر نوين هوټل کې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په ملاتړ غونډه کې هم چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې يې ۱۴ کسان وژل شوي وو او ۱۸ نور ټپيان وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د