
د کابل برید چا او ولې تر سره کړ؟
عاکف مهاجر
دوه ورځې وړاندې د لړم په (۲۹) نیټه د چهارشنبې په شپه د کابل په زړه کې د میدان هوایي په سړک د اورانوس هوټل کې د میلادالنبي پر غونډه کې چاودنه ترسره شوه چې لسګونه مسلمانان د ملایانو او طالبانو په ګډون پکې ټپیان او شهیدان شول.
پوښتنه داده چې دغه چاودنه چا او ولې ترسره کړه؟ دلته خو نه د دولت ضد خلکو غونډه وه او نه د طالب ضده خلکو نو بیا چا او څنګه وکړل؟
د یادې غونډې ځینې ګډونوال او غونډې ته ورتلونکي له حقیقت پرده پورته کوي او د غونډې اصلي طراحان یې ښودلي چې څوک دي.
د شمشاد تلویزون په پرده ډیر راڅرګندیدونکی دولت پلوه ملا مولوي ریحان هم یو له هغو څخه دی چې ناببره ترې د خپلو یارانو په ضد حال ویل شوی.
هغه وایي غونډې ته په لار وو لا چاودنه نه وه ترسره شوې ډیرې شیبې ورته پاته وې چې د ملي امنیت له لوري ورته زنګ و وهل شو او ورته و ویل شول که اورانوس هوټل غونډې ته ځې نو مه ځه هلته امنیتي مشکلات دي چې زیان درته ونه رسیږي.
هغه وایي همدا وو چې له غونډې بیرته راوګرزیده چې څو شیبې وروسته په رسنیو کې د اورانوس هوټل کې د میلاد النبي پر جلسه د چاودنې خبرونه رسنیز شول.
همدا راز د غونډې له چاودنې څو شیبې مخکې یو ټویټر جوړ شوی چې یواځې دوه فالوورز لري او د طالب ویاند فوټوشاپ د ټویټر انځور یې نشر کړ د برید پړه یې پر غاړه واخیسته، خو طالبانو بیا دا یو وحشي عمل بللی وو او رسمي اعلامیه یې هم خپره کړې وه.
د نورو دلائلو ترڅنګ لکه څنګه چې ولسمشر غني څه موده وړاندې له رسنیو سره د مرستې په ورځ ویلي وو چې رسنۍ هم باید له دوی سره څه وکړي د برید په اړه لومړی طلوع نیوز ویلي وو چې یاد برید کې هغه ملا هم موجود وو چې د دولت په ضد به یې څرګندونې کولې چې مفتي نعمان یې ښودلو.
مفتي نعمان د جمعة الاحناف د مدرسې مهتمم دی چې ډیر وخت د طالبانو په ګټه او د دولت په ضد څرګندونې کوي.
طلوع نیوز په لومړیو کې دولت ته خیاطي کوله او د کندز د غونډې په څیر یې د یادې غونډې ګډونوال یې هم طالبان معرفي کړل خو هغه د چا خبره دوی برج جوړولو خو ترې کادانه شوله او په ولسي خلکو برید چې دولت غوښتل ترې منکر شي په دولت باندې شاهدي و ویلې.
همدا راز افغانستان کې له هر برید وروسته د برید پړه یا طالبان یا داعش یا دولت په غاړه اخلی خو دا ځل ټولو برید وغندلو اشرف غني بیا آن دومره غمرازي وښودله چې آن ملي ماتم یې اعلان کړ او هغه د چا خبره وی غله تر ټولو زیاتې ښیرا کولې او د کار غندنه یې کوله تر څو خلکو ته دهوکه ورکړي چې دی خو له سره پرې خبر هم ندی.
دا ډول بریدونه چې عاملین یې نامعلوم وي پخوا هم شوي چې اکثر وخت یې نښې نښانې دا ګواهي ورکوي چې دولت یا امریکایانو ترسره کړي وي دغه برید هم بالکل کټ مټ همغه شان دی.
د یاد برید په اړه ځینې وایي چې داعش ترسره کړی خو داعش پخوا په ډیرو ځایونو کې د ملکي خلکو د وژنې پړې ومنلې خو دا ځل هغوی هم چپ پاته شول او د برید په اړه یې هیڅ ونه ویل.
افغان ولس وس ښه پوهیدلی چې هیواد کې داعش چا رامنځته او څوک یې حمایت کوي دلته هم شکوک راپیدا کیږي چې شاید دولت ورته ویلي وي چې د برید پړه ونه مني ځکه د دوی رسوایي ده او خلک پوهیږي چې دوی او دولت د یوې ائینې دوه مخونه دي.
د نورو دلائلو تر څنګ عمده دلیل دا دی چې د یاد هوټل امنیتي کامرې ټولې د ملي امنیت ځواکونو ټولې کړې دي تر څو خلک ونه پوهیږي او د برید عاملین د کامرې په ثبت شوې ویډیو کې ښکاره نشي.
د یادونې وړ دی چې امریکایان کله په عراق کې له ناکامی سره مخ شول همدا ډول چاودنو ته یې زور ورکړ او عراقي ولس یې په خپل منځ کې سره واچولو یوه چاودنه یې د سنیانو بله د شیعه ګانو په منځ کې کوله چې په همدې توګه یې هغوی په یو بل شکمن او سره لاس او ګریوان یې کړل دوی په خړو اوبو کې خپل ماهیان نیول.
د دی غمیزی ټولو متضریرینوته د الله ج نه د صبر غوښتنه کوم او شهیدانوته دی الله فردوس جنتونه ورنصیب کړی. دا برید بغیر له همدی غلام فاسد بیناموسه دولت او شیطانی امریکانه بل چا ندی کړی .نو همدا بی دینه دولت او امریکا ده چی زموږه بی ګناه او په دین مین ولسونه راوژنی او پړه یی یا په طالب اچوی او یا هم د همدوی له خواجوړه کړی بیرحمه او وحشی صفته ډله داعش اچوی نو باید مونږ پوی شو چی د دا اوسینی نظام یو امریکایی او غلام نظام دی دا دولت د اسلام او مسلمانانو ضد… نور لوستل »
هغوی چی نن د لمانځه پر سر ولاړ ول په جومات کی، هغوی چا ووژل؟ دا رواج د ځانمرګی دی وطن ته چا راوړ؟ آیا پیامبر (ص) اصحابو کله انتحاری کړی وه؟ بیا په جومات کی. د هوتل ځانمرګی برید پر علماو نه وو، هغه برید پر قرآن وو، هغه برید پر محمد (ص) وو. لږ مو سترګی خلاصی کړی او جاهلو. غیر نوروته بد او رد ویل، له ګیډی مو فتوای ګانی ورکول بل کار نلري. الله ته ورتګ لری په خپل لاس ځانونه مه ګنهګاره وي الله مو خوار کړه.
مهاجر صاحب،د دستا په کمزورو دالایلو وییلو سره د چودنه څرک په دولت پسی نه ځی،زما په فکر په دا چاودونه باندی تحلیل او نتیجه ته راسیدل زما او ستا کار نه دی.دا چاودنه دولت نه د کړی،ت
تیر وخت کی هم ډیری چاودنی شوی،چه د پړی ګوته طالیب په لوری غځیدلی ده،د چاودنه منل او انکار کول مهم نه دی،د نورو چاودونو مخنیوی لپاره اوس عمل په کار دی
غمي، پښتين، ته هم ددي فاسد دولت دالرخور غړي ئي نو ځکه داسي بي مسوليته خبري کوي. هغه ګوډاګي مولا چه هميشه په طلوع تلويزيون کي ددولت له خوا فتواوي ورکوي، هغه خو همدغي غونډي ته ورروان وه، اما داستخباراتو له خوا ورته رنګ ووهل شوه چه مه ورځه هلته ځه پيښه کيږي. نو اوس به ددي خبري ځه پرتوګ کوي. سل فيصده واضح ده چه داد کابل د استخباراتو کاروه. په دي دسيسه غلام غني، عبدالله،اتمر،ستانکزي اوداټول حراميان خبر وه. نو اوس دي ته تاسي بل رنګ ورکوي او د ملت په سترګو کي خاوري اچوي. هر ځوک پوهيږي… نور لوستل »
کاروان صاحب.زه دا څلویښت کاله کیږی چه د غم په ټغر ناست یم.دا ټول علمان چه په چاودنه کی شهیدان شول زما وروڼه وه،
خوست په جومات کی ملی اردو عسکر می هم وروڼه وه،ملی اردو عسکر می ځیګر. او طالیب می زړه ده،
##########
پښتین صیب: (د نورو چاودونو مخنیوی لپاره اوس عمل په کار دی). الله دی په خوله برکت وکړه. پدی پاڼه کی ترکومه چه زه وینم د داسو کسانو خبری نشر کیږی چه صرف د دی وطن او د خلکو د بربادی لپاره ګمارل شوی. دوی سره دومره اسلامی عقیده نشته چه پوه شی چه خلک په مجموع کی د الله پاک ملکیت دي. مونږ ته چا دا صلاحیت را کړی چی د الله پاک په ملکیت کی تعرض وکړو. د خلکو وژنه د الله پاک پر ملکیت باندی تعرض دی. ما چه ولیدل په تیرو ۷۲ ساعتو کی ۱۴۶ پښتانه… نور لوستل »
لونګ صاحب،سلامونه او نیکی هیلی،زموږ په وس کی فقط دا دی چه دا خلکو ته دومره ولیکو چه .الله ج وییلی دی ،چه یو بی ګناه انسان چه قتل کړی دومره ګناه ده لکه ټوله دنیا د چه قتل کړی وی. الله ج انسان ښودلی .په انسانانو کی هر قسم عقیده وله خلک دی،نو مطلب غیر مسلم چه بی ګناه وی هم ناروا دی.ی یهودیانو،عیسویانو د مسلمانانو په ضد داسی تبلیغ کوی چه ګویا قتلونه ټول مسلمانان کوی،د راتلونکی چاودنی مخنیوی لپاره سل لاری شته. .۱ لاره دا چه ،امریکا ته وایم چه څومره وخت د کالی تړلی چه دومره… نور لوستل »
اشغال شوی هیواد او د غلامی، ناوړی او فاسدی اداری شتون کی دا ډول پیښی اوس هم کومه لویه خبره نه ده. باداران خپله ناولتیا هم په دوی پاکوی لکه د دشت ارچی په تنکو او نوو ځلمی طالبانو او حافضانو د فارغیدو په مراسمو کی د اشغالګرو په وحشیانه برید کی ( الوتکه یی په زمکه کینولی دوه لوی راکتونه یی پری ګذار کړل ) فکر کوم له یونیم سل زیات شهیدان شول پړه یی هم غلامانو په غاړه واخیستله. د کابل دمیلاد النبی پیښه کی چه دینی علما وو څخه تشکیل شوی وه کیدی شی د طالبانو پلویان… نور لوستل »
همداسی ده بلکل کوم هیواد چی اشغال وی داسی لوبی به داشغالګرو لخوا ترسره کیږی ترڅو د ولسونو ترمنځ مذهبی شخړی رامنځ ته کړی
مهاجر صیب وچ دی دنښی منځ ویشتلی دی دا لوی خیټی ملا ریحان زه ډیر ښه پیژنم دا د ډالرو زوی دی زه یی په واړه معنی پیژنم اوبل ددی چاودنی معلومات خپله غنی بابا ته هم وو اتمر عبدالله او دوی ټول خبر وو که خبر نه وو نو دامنیت کارمند دچا کارمند دی دامنیت کارمند خبریدل په دی دلالت کوی چی دا سیاسی لیډران بلکی زه به ورته ګیدړان ووایم دوی ټول په دی خبر وو خو افسوووووس سل افسوووس زمونږ په مظلوم ملت چی ددوی خبری ورته حق ښکاری لعنت دی وی ددوی په پاچاهی او ددوی… نور لوستل »