افغانستانخبرونه

بګرام زندان کې د تنګو جامو پر سر بندیانو او ساتونکو شخړه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱لیندۍ،۱۳۹۷ل): د بګرام له زندان څخه ورکول شوی خبر وايي، چې د دغه زندان د دریم بلاک د زندانیانو او ساتونکو ترمنځ د جامو پر سر شخړه رامنځته شوې، چې له جنجال وروسته له زیات شمېر بندیانو څخه آن د اغوستنګ لپاره ورکول شوي جامې بېرته اخستل شوي .

د دغه زندان د دریم بلاک بندیانو ویلي، چې دوی ته عسکرو یو ډول سور رنګ لرونکې داسې تنګې جامې ورکړې، چې بیخې د اغوستنګ نه دي او نه پکې لمونځ کیدای شي. دوی زیاتوي ټولو بندیانو ته د دوی د اندازې خلاف دا توزیع شوې جامې دومره تنګې او ناوړه دي، چې هېڅ ناسته –پاسته او لمونځ نه پکې کیږي .

کله چې بندیانو د جامو په اړه شکایت کړی، نو سمدستې د زندان د ساتونکو له توند غبرګون سره مخ شوي چې وروسته په شخړه اوښتي چې په پای کې له ځينو بندیانو جامې په زوره وړل شوې او همداسې بربنډ او بې جامو پريښول شوي.

تر اوسه د بګرام زندان مسؤلینو او حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلام

د کابل غلامان ، د نشه توکو د روږدیدلو په شان په ډالرو تردی روږد شوی چه د ډالرو د زیاتولو د پاره د ځآن او ناموس په خرڅولو سربیره د بندیانو له جامو یا کالیو هم غلا کوی، په دی کړنو کی دومره پر مخ تللی چه څوک یی د غلا په سر ونیسی هم دلایل وایی او مقاومت کوی

غ.حضرت

د دموکراسی او لیبرالیزم د اصولو پر بنا یو زندانی هم د خپلو انسانی حقوقو څخه نشی بې برخی کېدای بناً که دا پورته خبر رشتیا وی نو مانا به ئې داوی چه د ژیړی دموکراسی او بشری حقوقو د دفاع د ادعا کونه نوره هم ژیړه شوېده.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x