افغانستان

امريکايي سناتور: افغانستان تر پخوا ډیر خطرناک شوی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱لیندۍ،۱۳۹۷ل): د امریکا د انډيانا ایالت د ایالتي سنا غړی جيم بانکز وايي چې د افغانستان وضعیت تر بل هر وخت ډېر خطرناک شوی دی او د امریکايي عسکرو ژوند په دې هيواد کې له پخوا ډېر سخت شوی.

نوموړي ويلي چې اوس د ناامنۍ له امله امريکايي عسکر د هاموي ټانګونو په ځای په هلیکوپټرو کې سفرونه کوي او نشي کولاي چې د ځمکې له لارې يوې او بلې سیمې ته سفرونه وکړي.

جيم بانکز چې اوس د امریکا د سنا غړی دی تر دې وړاندې يې په ۲۰۱۴ او۲۰۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په لیکو کې دنده ترسره کړې وه.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې څو ورځې مخکې له څو نورو چارواکو سره يو ځای يې افغانستان ته سفر وکړ او دلته یې د ګډ حکومت مشر اشرف غني، په کابل کې د امریکا سفير او نورو چارواکو سره وليدل.

نوموړی زياتوي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ به افغانستان ته د سفر کولو له پاره وهڅوي ترڅو د افغانستان وضعیت له نږدې وګوري او زیاته یې کړه چې امریکا حکومت باید خپل ولس د افغانستان له حالاتو باخبره وساتي.

جيم بانکز هيله څرګنده کړې ده چې له طالبانو سره مذاکرات به مثبت نتايج ورکړي او په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا خبره چه افغانستان د کابل غلامانو او بادارانو ته تر بل هر وخت جهنم جوړ شوی او دا خطرونه به لا نور او نور هم تر هغی زیاتوالی او پراخوالی کوی چه اشغالګرو او دهغوی غلامانو ته یی د سرونو په کوپړیو کی اوبه نه وی ورکړی اصیل افغانان د طاعوت او دجال په ځای د یوه الله ج بندګی او اطاعت کوی او تر هغی به د افغانستان زمکه ورته خطر او اور جوړوی چه زمونږ له هیواده د ویتنام په شان تشتیدلی نه وی. که مجاهدینو له کوم اړخه سټینګری تر لاسه کړی هلیکوتری به یی یو… نور لوستل »

زمرک.بنګړیوال

بیانزی صا حب،دا خبره د بیلکل د تایید وړده چه افغانستان سور جهنم دی،یوه پوښتنه،هغه دا چه .افغانستان کی پنځلس زره امریکایان دی،او دیرش میلیونه افغانان مسلمانان اوسی نو دا د پنځلس زرو لپاره ټول افغانستان ولی جهنم کوی؟پ
په کوم دین ؟په کوم قانون،په کوم مذهب؟
ایا یو صحابی د خپلو ملګرو خلاصون لپاره د روم پاچا پک سر نه وښکل کړی؟داسی ورځ نشته چه وینه نه بهیږی،او ته له لندن څخه د خوشحالی ډمبکی وهی،

سیدګل اغابنوری

کافر حقیقت وائی ،درك لری احساس لری ،دروانوحالاتو څخه تعبیر کولای شی ؟ امامسلمان کافرنه حق وائی نه حق ګوری ،نه حالا ت درك کولای شی، اونه ئی کنټرولولای شی ؟ ښکاری چه کافر دزور څخه ولیدلی اوخپله کمزوری په یو ډول نه په یوډول ښکاره کوی ؟ خو مسلمان کافر ددرشل څخه پښه بیرون نشی ایښودلی خوخپله کمزوری نه منی ، اونه پوهیږی / لکه چه نیشه وی ، غورځی او راغورځی ،خوکه څوك ئي لاس نیوی کوی وائی چه زه روغ يم مه کوه مه کوه ؟ نتیجه داراوځی چه دامسلمان کافر هیڅ نه وینی نه اوری ،… نور لوستل »

سیلاب

بنوری صاحب ! مونږ چه ستاسی تبصره د دوهم ځل دباره ولوستله مونږ ته غلط فهمی شوی وه د خپلی تبصری هغه اړخ چه ستاسی په اړه مو لیکلی د بخښنی سره هیر کړی غلط فهمی شوی مننه

سیلاب

بنوری صاحب ! کفر حق پټولو او کافر حق پټونکو ته وایی، زمونږ د هیواد د اشغال د پاره یی په لوی لاس د سپټمبر لویه نړیواله فاجعه رامنځته چه له امله یی څه کم دری زره بیګناه امریکایان ووژل او په غچ اخستنه یی په افغانستان او عراق کی په میلونو انسانان او په زرونو نور امریکایان او اروپایان ووژل په تریلونو ډالر یی هم خرڅ کړل، دی تاسی حق پټونه نه وایاست د مظلوم بشریت د استثمارولو او غلامولو درک او احساس لریو که تاسی دا نه شی درک کولی په انلاین کی په انګریزی ۹ ۱۱ ولیکی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

بنګړیوال صاحب ! مخکی له دی چه ستاسی پوښتنی ته ځواب ورکړم یوه ټوقه: زمونږ او ستاسی افغانی کلچر کی بنګړیوالی ښځی وی ځکه بنګړی ښځی اچوی. همدا زمرک نوم به درته بسنه وکړی،ستا خوشه اصل موضع: تاسی لیکلی [ ۱۵زره امریکانو له امله به ۳۰ میلونوو افغانانو ته تاوان ورسیږی ] ځواب : لمړی اوله کی دا شمیر څو لکه وو ، د غلامی اردو په جوړولو یی خپل شمیر راښکته او افغانانو په افغانانو وژنی. یعنی افغانان یی د ځانو د پاره سپر جوړ کړل. دوهم، د ناروغی عامل چه بدن نه ته داخلیږی کم وی وروسته وروسته… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx