نړۍ

ټرمپ: که سعودي نه وای، اسرائيل به له سختو ننګونو او ستونزو سره مخ وای

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲لندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا د جمال  خاشقجي  په قضيه کې د سعودي دفاع کړې، سعودي سره يې د امريکا اړيکې اړينې بللي او ټينګار يې کړی، که سعودي نه وای، اسرائيل به له سختو ننګونو او ستونزو سره مخ وای.

تېره اونۍ د امریکا د مرکزي  استخباراتو ادارې «سي ای اې» ترکيې ته په خپل سپارل شوي راپور کې ويلي و، چې خاشقي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی، خو ټرمپ وايي، چې دغه راپور دوه اړخه لري، چې دواړه يې له يوه بله جلا دي او په راپور کې داسې راغلي، چې بن سلمان به يا دا کار کړی وي او يا هم نه.

ټرمپ په فلوريډا ايالت کې يوې غونډې ته وويل، چې «وحشي نړۍ» د خاشقجي د وژنې مسؤوله ده او په دې اړه د سي ای اې راپور څرګند لوری نه لري، چې هغه به رښتيا هم د محمد بن سلمان په امر وژل شوی وي که نه؟

امريکايي  ولسمشر د سعودي ولي عهد دفاع کړې او زياتوي، چې دی د دې جرم له امله خشمېدلی، پر دې جرم د پردې اچولو هم سخت مخالف دی او «د سعودي  ولي عهد تر ما هم د دې جرم ډېر مخالف دی.»

د خاشقجي د وژنې په اړه د سي ای اې راپور ته په اشاره ډونلډ ټرمپ وويل، چې بن سلمان به د هغه د قتل له پلانه خبر و که نه، خو اوس يې په سختو ټکو غندنه او مخالفت کوي.

ټرمپ په داسې حال کې د خاشقجي قضيې  په اړه د سي ای اې راپور له پامه غورځولی، چې د امریکا ډېری رسنيو د دغه راپور د رښتينولۍ پخلی کړی او په دې اړه يې ټرمپ ته د ملامتيا ګوته نيولې، چې ولې يې د امريکايي او بشري ارزښتونو پر خلاف د بن سلمان د ملاتړ پرېکړه کړې ده.

ډونلډ ټرمپ دا هم ويلی، چې سعودي د امریکا مهم ايتلافي دی، که له سعودي سره اړيکې ترينګلې کړو، په منځني ختيځ کې به هېح اتحادي راپاتې نه شي.

د امریکا ولسمشر زياته کړې، که سعودي نه وای، نن به په سيمه کې اسرائيل له سختو ننګونو او ستونزو سره مخ وای او له همدې امله يې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د ملاتړ پرېکړه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هو، سعودی هم امریکا اشغال کړی او د سعودی په واسطه یی مصر کی کودتا وکړه مصر یی هم اشغال کړو کوم چه د اسراییلو د پاره یی حیاتی موقعیت درلود عراق ، اردن ، قطر او د خلیج نور تش په نامه اسلامی هیوادونه اوس د امریکا په مرسته د اسراییلو ولایتونه دی ، یعنی امریکا په منځنی ختیز کی د اسراییلو د رهبری لاندی بله اضلاع متحده جوړه کړی. دا ټولی لاسته راوړنی یی د ایران او سعودی د یو بل مقابل کی کارولو په واسطه ترسره کړی یو جمهور ریس لکه اوباما د ایران تر دی کچی… نور لوستل »

غ.حضرت

ټرامپه!
دا خبره دی رشتیا ده چي د نن ورځی نړۍ یوه وحشی نړۍ ده چي البته مَلَک ساب ئې تر ټولو وحشی دی هغه هم مُډرن وحشی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x