ټي ټین لیګ: محمد شهزاد پسې ظاهر خان هم د لوبډلې اتل شو

نن ټکی آسیا (جمعه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): په ټي ټین لیګ سیالیو کې ظاهر خان د خپلې لوبډلې (پنجابي لیجنډز) په ګټه په ۲ اورونو کې یوازې ۸ منډې ورکړې، ۳ ویکټې یې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا د افغان لوبغاړو لپاره په لس اوریزو سیالیو کې پرلپسې دویمه ځلیدنه ده، په لومړۍ ورځ محمد شهزاد په توپوهنه کې یو شمېر نړیوال ریکارډونه په خپل نوم کړل.

نوموړي په تېره ورځ لوبه کې خپل نوم د (۱۲) توپونو چټکې نیمه سلیزې وهلو په لیست کې ثبت کړ، د لس اوریزو سیالیو چټکې نیمه سلیزې ترڅنګ یې د زیاتو شپږیزو او د چټک هدف پوره کولو ریکارډونه په خپل نوم کړل.

تېره شپه چاینامین ظاهر خان د خپلې لوبډلې په ګټه په ۲ اورونو کې په داسې حال کې ۳ مهمې ویکټې واخیستې چې په بدل کې یې یوازې ۸ منډې ورکړې وې، نوموړي د راشد خان لوبډلې مراټا عربینز پر وړاندې وځلید او لوبډلې ته یې بریا هم ورکړه.

د لس اوریزو سالیو فارمیټ کې په ۱۲ توپونو یوازې ۸ منډې ورکول او ۳ ویکټې ترلاسه کول ځانته یو ریکارډ دی چې ډیر کم توپ اچونکي کولای شي دومره اقتصادي توپ اچونه وکړي، ځکه چې هر توپوهونکی د شپږیزې او څلوریزې وهلو کوښښ کوي.

په دغه سیالۍ کې د ظاهر خان لوبډلې (پنجابي لیجنډز) د راشد خان لوبډلې (مراټا عربینز) ته د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې د ظاهر خان او کریس جورډن په زړه پورې توپ اچونې د ټاکلي هدف دفاع وکړه او د راشد خان لوبډله یې یوازې په ۷۸ منډو وسوځوله.

یاده دې وي چې په یاده لوبه کې درې افغان لوبغاړي شامل وو، چې نجیب ځدراڼ د ۲ شپږیزو او ۱ څلوریزې په مرسته ۱۷ منډې جوړې کړې خو راشد خان په کومه ویکټه اخیستلو بریالی نشو، همدا ډول ظاهر خان ۳ ویکټې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د