کراچۍ: د چین پرکونسلګرۍ وسلوال برید شوی

نن ټکی اسیا (جمعه،۲ لیندۍ ۱۳۹۷ل): د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې څو شیبې وړاندي د چین پر کونسلګرۍ وسلوالو کسانو برید کړی.

پاکستاني رسنۍ د امنیتي ځواکونو له قوله خبر ورکوي چې 4 وسلوالو برید کړی، خو په وینا یې بریدګر کونسلګرۍ ته په ننوتلو نه دي بریالي شوي

د پولیسو په وینا تردا مهاله دوه تنه د کونسلګرۍ ساتونکي او درې بریدګر وژل شوي، د پولیسو په وینا یو تن وسلوال تراوسه هم مقاومت کوي.

که څه هم پولیس دا نه مني چې بریدګر کونسلګرۍ ته په ننوتلو بریالي شوي خو یو پاکستانی آزاد خبریال عاصم جتویی د امنیتي چارواکو له قوله وایي چې وسلوال ننوتلي او د کونسلګرۍ چینایی عمله یې برمته کړي،

ویل کیږي چې سیمې ته کمانډوځواکونه رسیدلي، او جګړه روانه ده، ترڅو یرغمل چینایان د بریدګرو له منګلو وژغوري.

د حملې پړه تر اوسه چا نه ده منلي خو په دغه هیواد کې تر دې وړاندي دا ډول بریدونه زیاتره پاکستاني طالبان او بلوڅ بیلتون غوښتونکي ګروپونه ترسره کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د