
خیبرپښتونخوا: اورکزو سيمه کې د شيعه ګانو پر تکيهخانې چاودنې ۲۵ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲لندۍ، ۱۳۹۷ل):د خیبر پښتونخوا ايالت په اورکزو سيمه کې چاودنې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي.
ځايي پوليس وايي، چې چاودنه د شيعه ګانو پر تکيه خانې شوې ده.
د پاکستان د بشري حقونو د چارو وزيرې شيرين مزاري ويلي، په دغه چاودنه کې ۲۵ کسان وژل شوي، ۳۵ نور ټپيان دي او د مرګ ژوبلې د زياتېد اندېښنه يې ښکاره کړې ده.
دغې پاکستانۍ وزيرې زياته کړې، چې افغانستان کې د امریکا د ناکامې جګړې پايلې په پاکستان کې د چاودنو په شکل ښکاره کيږي.
له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړې او د مشکوکو بریدګرو لټون روان دی.
ځايي چارواکي وايي، د پېښې قربانيان سيمه ييزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزير محمود خان د چاودنې غندنه کړې او روغتيايي چارواکو ته يې امر کړی، چې د پېښې د قربانيانو بېړنۍ مرسته او درملنه وکړي.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
دا پېښه نن د جمعې لمانځه پر مهال په داسې حال کې شوې، چې تر دې وړاندې نن سهار په کراچۍ ښار کې هم د چين پر کونسلګرۍ وسله وال برید کې اوو کسان وژل شوي وو.
د دغه برید پړه بلوڅ بيلتونپالو منلې وه.
دا ځل به نیابتی له شیعه ګانو سره شروع کیږی. زما خبره په یاد لري. طالبان به حکومت سره یو ځای کیړی د امریکایانو، سعودی او قطر مرستی به اخلی دوی به د غرب خواته زیاد تره متوجه وی چیرته چه د ایران نفوذ زیاد دی. پښتانه به ټول یو ځای کیګی د اففانستان بیرق به پر اټک ورپیږی خو جنګ به هم روان وي. په افغانستان کی د سولی هیڅ امکان نشته که غواړی چه زوند وکړی بیانو ځانو وباسی او پښی زر تر زره سپکی کړی.