افغانستان

ننګرهار: ګډو عسکرو يو ځل بيا څلور ملکيان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲لندۍ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت شېرازدو ولسوالۍ کې ګډو عسکرو يو ځل بيا د ملکيانو پر کورونو عمليات کړي او د يوې کورنۍ څلور بزګران يې په داسې حال کې وژلي، چې د شپې يې په خپلو پټيو کې اوبه لګولې.

دغه پېښه د شېرازدو ولسوالۍ په قيلغو سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو ځايي خلک وايي، چې ګډو عسکرو يو ځل بيا د عامو خلکو پر کورونو عمليات کړي او ملکيانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د قیلغو يوه قومي مشر حاجي عبدالجبار نن ټکی اسيا ته وويل، چې ګډو عسکرو د عامو خلکو پر کورونو عمليات کړي، کور يې ورته نړولی او څلور تنه يې وژلي دي.

د حاجي عبدالجبار په وينا په وژل شوو کسانو کې شيرين اغا، نظيف الله، زرمحمد او انعام الله په نوم د يوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x