نظــر

ټرمپ پوهیږي، چې عسکرو روحیه بایللې

حبیب مجاهد

د امریکا ولسمشر ټرمپ چې د پوځي منډو ترړو، ستراتیژیو او ګواښونو له ناکامۍ وروسته په دې باوري شوی دی چې د افغانستان موضوع د پوځي زور په توسط نه شي حل کولای، نو اوس یې د افغانستان د موضوع د سوله ییز حل لپاره ځانګړی استازی( خلیل زاد) ټاکلی دی تر څو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

په همدې سلسله کې تازه په تازه ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې له امریکایي عسکرو سره د ویډیویي کانفرانس له طریقه خبرې کړي دي او هغوی ته یي د ډاډ ورکولو په توګه ویلي دي چې له طالبانو سره یې ډیر قوي او د لوړې سطحې مذاکرات روان کړي دي او په نږدې وخت کې به یې منفي یا مثبته نتیجه معلومه شي.

پوښتنه دا ده چې ټرمپ ولې د پخوا خلاف دا ځل خپلوپوځیانو ته د جګړییزې قومندې په ځای د سوله ییز تفاهم او مذاکراتو داستان بیانوي او دا ورته وایي چې د مسئلې د حل لپاره په لوړه کچه خبرې اترې جریان لري؟

که څه هم ټرمپ په وروستیو خبرو کې اعتراف وکړ چې د افغانستان اولس ډير پیاوړي جنګیالي دي چې دده په باور اوس له جنګه ستړي شوي دي. مګر حقیقت دا دی چې د طالبانو په نسبت امریکایي عسکر او دلته راغلي اشغالګر تر هر چا زیات له جنګه ستړ ي دي.

امریکایي عسکر چې له تیرو اوولسو کلونو را پدیخوا په دې لرې پراته هیواد کې په یوه داسې جګړه بوخت دي چې تراوسه ورته حتی امریکایان هم سم تعریف او د مشروعیت دلیل نلري. په دې جګړه کې روزانه درانه تلفات ورکوي. عسکر یي وژل کیږي او تراوسه یې تر نیم ټریلیون( پنځلس زره میلیونه) ډالرو ډیر مصارف شوي دي. مګر پایله یې صفر او تر صفر لا ښکته ده، ځکه نه یې طالبان ورک کړل. نه یې کوم سیمه کې د ځان لپاره استقرار راوست، نه یې په افغان اولس خپل اشغال ومانه او نه یې هم بله بریا د ځان کړه.

نو په جګړه بوخت امریکایي جنرالان او عسکر خو هم بالاخره انسانان دي، فکر او سوچ لري، ستړیا او ځور احساسوي. همدا لامل دی چې دغه اوږده خو  بې هدفه جګړه اوس په امریکایي جنرالانو او عادي عسکرو دومره غمیدلې چې هره شیبه د دې انتظار کوي چې کله به له افغانستانه د وتلو قومنده ورکول کیږي. د امریکایي جنرالانو ستړیا او مورال بایلنه له دې هم معلومیږي چې اوس د پخوا په شان جګړه ییز ګواښونه نه کوي. بلکې د امریکا د لویو درستیزانو د جرګې مشر جوزف ډانفورډ لا اقرار کوي چې طالبان ماتیدونکي نه دي. معنی دا چې د طالبانو خلاف زموږ  جګړه یو عبث کار دی چې هیڅ نتیجه هم نلري.

په  افغانستان کې د امریکایي عسکرو دغه روحیه بایلنه، ستړیا او بې حوصله ګي اوس د ډونالډ ټرمپ لپاره هم د درک وړ ده. هغه پوهیږي چې رالیږلي عسکر یې د تیښتې قومندې ده څک ناست دي او دا چې انتظار ورباندې غمیدلی نو ځکه ډاډ ورکوي چې د مسئلې د حل لپاره یې په لوړه سطحه او قوي مذاکرات پیل کړي دي او ډیره زر ده چې د امریکایي ځواکونو د یو مخیز وتلو لپاره به مهالویش رامنځته او له جګړې ستړي امریکایي عسکر به خپلو کورونو ته ستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x