نړۍ

ترکيه: د خاشقجي د وژنې په اړه د ټرمپ خاموشي د منلو نه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲لندۍ، ۱۳۹۷ل): د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر مولود جاویش اوغلو ويلي، د جمال خاشقجي د وژنې په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سترګې پټول او خاموشي د منلو نه ده.

ښاغلي اوغلو زياته کړې، دی نه پوهيږي، چې ولسمشر ټرمپ پر کوم اساس دا خبره کوي، چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان به يا له دې پېښې خبر و يا نه.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر وايي، د خاشجقي د وژنې په اړه د ټرمپ له څرګندونو ښکاري، چې هغه په لوی لاس له ځمکنيو حقايقو سترګې پټوي او همدارنګه يو شمېر اروپايي دولتونه هم له سعودي سره خپلې اړيکې مهمې بولي او له همدې امله په دې اړه جدي هڅې نه کوي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ ويلي و، که د خاشقجي قضيه هر څنګه شي، د بن سلمان لاس په کې ثابت شي که نه، خو د دوی لپاره د رياض او واشنګټن اړيکې مهمې دي.

مولود جاويش اوغلو د ترکيې سي ان ان تلويزون سره په مرکه کې ويلي، چې سي ای اې هغه غږيز ريکارډ لري، چې محمد بن سلمان وژونکو ته «د جمال خاشقجي د خاموشه کولو» امر کوي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير دا هم ويلي، چې سعودي په دې اړه په څېړنو کې مرسته نه کوي او ترکيه به اړ وي، چې په دې اړه له نړيوالې ټولنې د هر اړخيزو څېړنو مرسته وغواړي.

هغه پر امريکايي ولسمشر نيوکې کړي، چې د خپلې سوداګرۍ لپاره د جمال خاشقجي انساني قضيه تر پښو لاندې نه کړي.

د کانګريس يو شمېر غړو او امریکايي رسنيو هم پر ټرمپ نيوکې کړي، چې د امريکايي او بشري ارزښتونو پر وړاندې يې د سعودي  ولي عهد دفاع پيل کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا نړی نه بلکه ځنګل او چارواکي یې انسانان نه بلکه ځناور دي!

مجاهد

د خاشقچی شهادت کی سعودی او امریکا دواړه دخیل دی ، همدغی ته دموکراسی وایی چه امریکا لکه د مصر د کودتا په شان یو څو ورځی وغندله او بیا یی همدغه په بلونو نظامی مرستی ورسره پیل کړی. خو زه د ترکیی په چارواکو هم شکمن شوی یم چه دوی ته به هم څه ورکړی شوی چه د خاشقچی وژل هیر کړی او که هیر یی کړی دا د ترکیی د پاره شرم او بلواکی یا خیانت او جنایت په ډګه کوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x