ورزش

ټي ټين لیګ: د شهزاد پرونی ریکارډ نن حضرت ځاځي مات کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د لس اوریزو سیالۍ چې د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې دوه ورځې وړاندې پېل شوې، د افغان لوبغاړو لپاره په زړه پورې ثابت شوې.

په لومړۍ ورځ دوه او په دویمه ورځ درې سیالۍ ترسره شوې چې پرلپسې په درې ورځو کې افغان لوبغاړي وځلېدل، په یوه ورځ محمد شهزاد یو شمېر ریکارډونه جوړ کړل، په ورپسې ورځ ظاهر خان ۳ لوبغاړي وسوځول او په درېیمه ورځ ځاځي ریکارډ جوړ کړ.

په درېیمه ورځ چې د مراټا عربینز او پنجابي لیجنډز ترمنځ سیالۍ ترسره شوه، حضرت الله ځاځی چې د مراټا عربینز لوبډلې لخوا لوبېده د لس اوریزو سیالیو زیاتې (۷۶) منډې جوړې کړې.

تېره ورځ په ټي ټین لیګ سیالیو کې محمد شهزاد لومړی لوبغاړی شوی و چې چټکه (۱۲ توپونو) نیمه سلیزه یې ووهله، همدا ډول یې په یوه لوبه کې زیاتې ۷۴ منډې جوړې کړې، له ده وړاندې زیاتې منډې (۷۰) لوک رونکي د لس اوریزو په لومړي پړاو کې جوړې کړې وې.

حضرت الله ځاځي چې د ۴ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مرسته په ۳۵ توپونو ۷۶ منډې جوړې کړې، د شهزاد ریکارډ یې مات کړ، خو د شهزاد لوبې په نړۍ کې زیات خلک حیران کړل او د ځاځي په منډو جوړولو کې یې ۳ کیچونو وغورځېدل.

د یادونې ده چې حضرت ځاځی د راشد خان سره یوځای په مراټا عربینز لوبډله کې و، چې د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه، د نوموړي لوبډلې د محمد نبي لوبډلې (پنجابي لیجنډز) ټاکلی ۹۲ منډو هدف په ۹م اور کې پوره کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x