ورزش

په ټي ټین لیګ کې ویسټ انډیزیانو د شپږیزو باران جوړ کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ په نړۍ کې خورا جالب فارمیټ چې دویم پړاو یې دوه ورځې وړاندې پېل شوی یو شمېر ریکارډونه جوړ شول.

د محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي ریکارډونو نه وروسته د ویسټ انډیز لوبغاړو په یوه پاڼۍ کې ۱۹ شپږیزې ووهلې او د لس اوریزو سیالیو لوړ (۱۸۴) منډو هدف یې وټاکه.

په دغه سیالۍ کې لومړی د ویسټ انډیز لوبغاړي سیمنز په ۲۱ توپونو د ۱ شپږیزې او ۶ څلوریزو په مرسته ۳۶ منډې جوړې کړې، دویم لوبغاړي نیکولس پورن ۱۰ شپږیزې ووهلې، نوموړي په ۲۵ توپونو ۷۷ منډې جوړې کړې او د حضرت ځاځي جوړ شوی ریکارډ یې هم مات کړ.

ورپسې په اسمان څکو شپږیزو مشهور لوبغاړي انډري رسل په ۹ توپونو ۳۸ منډې جوړې کړې او ۶ شپږیزې یې ووهلې، څلورم لوبغاړی چې هم د ویسټ انډیز څخه و په ۵ توپونو ۲۲ منډې جوړې کړې، ۲ یې شپږیزې او ۲ یې څلوریزې ووهلې.

په دغه لوبه کې چې یوزاې د ویسټ انډیز څلور لوبغاړو توپوهنه وکړه چې ۱۹ شپږیزې یې ووهلې، په لس اوریزو سیالیو کې تر ټولو زیاتې دي، همدا ډول یې د لس اوریزو سیالیو تر ټولو لوړ هدف هم جوړ کړ.

دغه لوبډله نارتن وریرز نومیږي چې د پنجابي لیجنډز پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي، خو د سوکه توپوهنې څخه داسې بریښي چې پنجاب لوبډله په یاد هدف پوره کولو کې پاتې راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x