پاکستان: د تحریک لبیک ګوند مشر خادم حسین رضوي د پولیسو له لوري نیول شوی

نن ټکی اسیا (جمعه،۲ لیندۍ ۱۳۹۷ل): پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې امنیتي ځواکونو د تحریک لبیک په نوم د سني مذهبي ګوند د غړو پرضد پراخ عمليات پیل کړي چې په ترڅ کې یې د دغې ډلي د مشر په ګډون ګڼ شمېر کسان نیول شوي دي.

راپورونه وایې چې د یاد ګوند مشر نن مازیګر په لاهور کې له خپل استوګنځي (حجرې) څخه ونیول شو، چې د کورنۍ غړو یې هم نیول تأييد کړي دي.

د خادم حسین رضوي ویاند پیراعجاز اشرفي سماء تلویزیون ته ویلي، چې د نومبر پر 25 مه نیټه رضوي اراده درلوده چې د راولپنډۍ ښار په لیاقت باغ کې یوه لویه غونډه ترسره کړي، چې پولیسو یې د ګډوډولو او ناکامولو په موخه د هغوی مشر ونیوه او د ګوند د نورو غړو د نیولو لړۍ یې په پراخه کچه پیل کړه.

تېر کال نومبرمیاشت کې خادم حسین خپل پلویان اسلام آباد ته راغونډ کړي وو، د ناموس رسالت په قانون کې د تغیراتو د مخنیوي لپاره یې څه باندي 21 ورځي احتجاجي پرلت وکړ.

تیره میاشت هم دغې ډلي د پاکستان ستري محکمې د هغي پریکړې خلاف چې د توهین رسالت په جرم نیولي شوي عیسوۍ میرمن آسیه بی بی یې د اعدام له سزا خلاصه او زندانه خوشي کړه؛ په ټول هیواد کې پراخي مظاهري ترسره کړي، او ځای ځای یې پرلتونه هم وکړل چې بیا یې له حکومت سره ترمذاکراتو وروسته لاریونونه پای ته ورسول.

بلخوا د پنجاب ایالتي حکومت ویاند فیاض الحسن چوهان انکار کړی چې ګویا د تحریک لبیک د غړو خلاف یې د نیولو عملیات پیل کړي، خو د خادم حسین د نیولو په اړه یې تبصره نه ده کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

ډیر ښه کار وشو. دوی ### په افغانستان کی جهاد روا بولی، ولی هلته د ### جواز امضا کوی. دوی به نور هم زلیل شی که خدای کول. کوم یو ه یی د طالب د مشرانو د بندی کولو په خاطر مظاهره وکړه؟ دوی زمونږ خلک وژلی، زمونږ سرکونه وران کړی او اوس هم لګیا دی د پښتون قوم د بربادی لپاره کار کوی.