ټاکنو کمیسیون یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو د مهال‌وېش ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د ولسمشریزو ټاکنو د مهال‌وېش اړوند د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپلواکي تر سوال لاندې بلل کېږي، دغه کمیسیون د دې ټاکنو د مهال‌وېش د ژر اعلانېدو خبر ورکوي.

د کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد له ازادي راډيو سره تېر ماښام خبرو کې وویل، راتلونکې (روانه) اوونۍ کې به د ولسمشریزو ټاکنو مهال‌وېش اعلان کړي.

هعه دا هم وویل، چې کارکوونکي يې سخت پرې مصروف و او ایله وتوانېدل چې له بودجوي، تخنیکي او ټولو اړخونو بشپړتیا ته نږدې کړي.

وړاندې تر دې هم دې کمیسیون نږدې درې ځلې د دې مهال‌وېش د اعلان خبر ورکړ، خو پر رارسېدلې نېټه به يې درک ونه لګید.

د څارونکو بنسټونو په وینا ټاکنو کمیسیون د حکومت تر مستقیم لاس لاندې دی او پخپل سره څه نه شي کولی.

دا په داسې حال کې دی چې ټاکنو کمیسیون تېره اوونۍ ويلي و، چې د جمعې (۲لېندۍ) پر ورځ به د لسو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو پایلې اعلان کړي.

خو تېره ورځ يې د پنځو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې جوزجان، دایکندې، بامیان، فراه او روزګان پکې شامل دي.

د ټاکنو کمیسیون وویل، له دایکندې سید محمد داود ناصري، ریحانه آزاد، علي اکبر جمشیدي او شیرین محسني، له جوزجانه کریم جوزجانی، عزیزالله الفتي، حلیمه صدف کریمي، د دوستم زوی باتور دوستم او د احمد ایشچي زوی بکتاش ایچشي، له روزګانه، بسم الله جان، قدرت الله رحیمي او انوشه بارکزۍ، له فراه همایون شهیدزاده، عبدالستار حسیني، بلقیس روشن او عبدالجلیل بختور له بامیانو نه سید جمال فکوري بهشتیي، رحیم علیارزاده، ظهرالدین جان اغا او نیکبخت فهیمي بریالي شوي نوماندان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د