افغانستان

ټرمپ، د لومړي ځل لپاره د سولې په اړه خوله چوله کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا متحده الایاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سولې په اړه خوله چوله کړې ده.

ټرمپ وړمه ورځ، فلورېډا کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې پر جدي خبرو بوخت دي او په وینا يې ډېر خلک ترې خبر نه دي.

ټرمپ د خبرو اترو د بریا په اړه ونه ویل، خو ويې ویل که بریالۍ شي لویه خبره به وي او په وینا يې «زه به ډېر ورته خوشاله شم.»

هغه چې په افغانستان کې د دوی لپاره ملاماتوونکې جګړې په اوږدو کې درېیم ولسمشر دی، د نوماندۍ پر مهال په عراق او افغانستان کې جګړې سترې غلطۍ بللې وي.

ټرمپ څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې عراق او افغانستان ته د سفر نیت لري، خو د نا امنۍ له امله يې کره وخت نه شي ښوودلی.

دا په داسې حال کې دی چې امریکايي پلاوي د ډاکټر زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ وړمه اوونۍ درې ورځې پرلپسې له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې وکړې.

خلیل‌زاد واشنګټن ته له ګرځېدو سره سم، خپل دا سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او هیله يې ښکاره کړه، چې د خپل شپږمیاشتني ماموریت په اوږدو کې به بریا ته رسېږي.

په ورته وخت کې د پنټاګون پخواني مرستیال بینګ ویسټ هم په یوه لیکنه کې پر پوځي چارواکو غږ کړی، چې له افغانستانه دې په ارامۍ راووځي او د هغې ورځې په تمه دې نه کېږي چې د سفارت له بامه چورلکو ته پورته شي.

طالبانو هم له امریکايي پلاوي سره خبرې اترې تایید کړې او په خپره کړې اعلاميه کې وویل، چې دا ابتدايي خبرې اترې دي او پر کومه مسئله هوکړه نه ده شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکي توبي لانزر هم ویلي، چې د سولې لپاره هیله‌من شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلام

زما په اند، د امریکا ولسمشران هغه نه دی چه پلانونه جوړوی او تصامیم نیسی دوی د پلانو او تصامیمو د عملی کولو د باره د تاکتیک برخه یا صلاحیت په غاړه لری. حتی د هر وخت د پلانو او تصامیمو له مخی مخکی له مخکی ریسان په نظر کی نیول کیږی لکه د سپټمبر د فاجعی د عملی کولو د پاره د بوش په شان احمق او جاهل ریس ته اړه وه ، سره د دی چه ال ګور ټاکنی ګټلی وی بیا هم جورج بوش ریس شو. یا لکه د اوس وخت د پلانو له مخی ډونالډ ترمپ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x