افغانستان

ملګري ملتونه هم، افغانستان کې سولې ته هیله‌من شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سولې اړوند د ټرمپ له څرګندونو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکو هم ويلي، چې د سولې لپاره هیلې ډېرې شوې دي.

توبي لانزر، ژینو کې رسنیو ته وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره هغه زمینه برابره شوې، چې کلونه کلونه داسې زمینه نه وه برابره شوې.

لانزر زیاته کړه، په جګړه کې ښکېل ټول اړخونه سولې ته لېواله لیدل کېږي او دا سبب شوې چې هیلې ورته زیاتې شي.

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د سولې د خبرو اترو اړوند ویلي، که بریالۍ شي ډېر به ورته خوشاله شي.

ټرمپ وړمه ورځ، فلورېډا کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې پر جدي خبرو بوخت دي او په وینا يې ډېر خلک ترې خبر نه دي.

هغه چې په افغانستان کې د دوی لپاره ملاماتوونکې جګړې په اوږدو کې درېیم ولسمشر دی، د نوماندۍ پر مهال په عراق او افغانستان کې جګړې سترې غلطۍ بللې وي.

دا په داسې حال کې دی چې امریکايي پلاوي د ډاکټر زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ وړمه اوونۍ درې ورځې پرلپسې له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x