افغانستان

ملي امنیت شورا؛ بهرني ځواکونه د جنګ «علت» نه بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، بهرني ځواکونه د جګړې علت نه؛ بلکې «معلول» دي.

هغه چې له دندې يې یوازې څو میاشتې تېرېږي، روان وضعیت د امریکایانو لوی احسان بولي او په وینا يې دا نظام په قربانیو لاس ته راغلی دی.

محب چې تر دې وړاندې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر هم پاتې شوی، په یوه تلویزوني مرکه کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو د ضرورت تر څنګ د سولې دعوه هم وکړه.

هغه وویل: «ځينې داسې کسان شته، چې نه غواړي په افغانستان کې سوله او امنیت راشي.»

که څه هم د مسکوغونډې د ولس هيلې را پورته کړې او د سولې په هڅو کې لوی پرمختګ یادېږي، خو محب وايي، هغه د سولې لپاره نه؛ بلکې د روسيې د خپلو ګټو لپاره برابره شوې وه.

دا په داسې حال کې دی چې د بهرنیو ځواکونو موجودیت یوازې د سیمې د هېوادونو په قول نه؛ بلکې پخپله د امریکايي چارواکو له لوري هم د جګړې علت بلل کېږي.

د پنټاګون پخواني مرستیال بینګ ویسټ د نومبر ۱۳مه پخپله لیکنه کې پر پنټاګون غږ وکړ، چې له افغانستانه دې پښې سپکې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي توبي لانزر هم ويلي، د سولې لپاره يې هیلې ډېرې شوې دي، په وینا يې داسې زمینه برابره شوې ده، چې کلونه کلونه برابري شوې نه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

دغه غلام محبی د غلام محبت الله محبی ( چه د داود کابینه کی یو وزیر وو ) وراره دی د کورنی نور غړی یی په کلیفورنیا کی اوسیږی زه یی له نزدی پیژنم په اړه یی ډیر څه نه لیکم ، صرف دومره لیکم ، اشغلګر غواړی هیواد کی زړی مهری په نوو بدلی کړی په ځانګړی دول د دفاع، داخله ، او استخباراتو او امنیتی لوړپوړی چارواکی باید لکه د وزیر دفاع بهرامی په شان محب یی هم لمړی د امریکا د سفیر او اوس د امنیت شووری مشر او له دی وروسته یی کیدی شی جمهور ریس… نور لوستل »

مولوی احمد

جناب محب صاحب امریکایی دالرے چہ پدی خبرو سرہ ھضم ونکی نو سرنگہ بہ یی ھضم کی ؟داخو فطرت انسانی دی چی دخپل بادار ستاینہ بہ یی کہ یی کنہ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x