افغانستان

د کابل د علماوو مشر بصیر حقاني په کابل کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کابل د دولتي علماوو مشر مولوي عبدالبصيرحقاني شېبه مخکې په کابل کې د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.

د کابل پوليسو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مولوي حقاني په رسنيو کې د حکومت په پلوۍ او طالبانو پر ضد يو اړخيزې توندې څرګندونې کولې.

نوموړی د اکوړه خټک له دارالعلوم حقانیه فارغ، د بغلان ولايت پلمخري ولسوالۍ اوسېدونکی و، له تېرو څو کلونو راهيسې په کابل کې اوسېده او په خپلو ويناوو او ټلويزوني مرکو کې به يې د حکومت په پلوۍ او طالبانو پر ضد سختې څرګندونې کولې، خو تر اوسه ورته د طالبانو له لوري کوم ګواښ نه و متوجه.

تېره اوونۍ په کابل کې د مليلادالنبي صلی الله عليه وسلم په مناسبت پر جوړې شوې غونډې د چاودنې په اړه مولوي عبدالبصیر حقاني ويلي و، چې دا کار طالبانو نه، بلکې استخباراتو کړی او له دغو څرګندونو درې ورځې وروسته نوموړی نن ماسپښين درې بجې د کابل ښار په اوومه حوزه کې د ناڅرګندو وسله‌‌ والو له لوري ووژل شو.

يو شمېر خبريالان او د ټولنيزو رسنيو فعالان وايي، چې مولوي عبدالبصير حقانيی د ملي امنيت له لوري ترور شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون ، الله ج دی ورله شهادت قبول کړی، د هغه په وچولی یا تندی کی نورانیت پروت وو ، خو دا چه اسلامی روح مطالعه یی نیمګړی وه او یا د حرص له امله یی د اسلام خلاف د اسلام دشمنانو سره د څه مادی لاسته راوړنو له امله اړخ نیولی وو او لا ځينو شخصی عقدو بی لیاری او له اسلام او رشتونو مسلمانانو یی لیری ایستی وو او د کابل غلامانو د ده د کم عمر او اسلام سره د دشمنی اظهارولو له امله په کم عمر کی د علماوو د دی… نور لوستل »

لونګ

ضد خبری یی د طالبان پسی کولی، خو د ملی امنیت کسانو ترور کړی. اوس د افغانستان خلګ ټول پر سیاست پوه دی جنابه داسی یوه خبر وکړه چی د منلو یی.

غمی،پښتین

لونګ صاحب.پښتو متل دی چه،ته یی څپ وهی زه یی پیژنم چه اوربشی دی،چه قتل وشی سړی په پوه شی چه چا وکړ،چه بم وچوی سړی پوه شی چه چا وکړ.څلویښت کاله جنګ دی څلویښت کاله تجربه خلکو کړی ده،
مولوی صاحب د الله ج وبخښی،کورنی ته د الله ج د زړه صبر ورکړی،

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x