ارشیف

کندهار؛ معروف کې پوځي چورلکه رانسکوره شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالب سرتېرو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې یوه پوځي چورلکه را نسکوره کړې او پکې عمله ټوله وژل شوې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې چورلکه کې يې تر شلو ډېر عسکر وژلي دي.

هغه لیکلي: «د کندهار په معروف ولسوالۍ کې مجاهدینو د مزدور دښمن یوه چورلکه په رسا برید کې رانسکوره کړله، ابتدايي معلومات ښيي چې په څرخکه کې له شلو ډير عسکر او عمله ټول له منځه تللي دي.»

د دفاع وزارت چارواکو هم د چورلکې نسکورېدل منلي، خو د تل په څېر يې علت «تخنیکي ستونزې» ښوودل شوې دي.

د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید ویلي، د چورلکې له نسکورېدو سره دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې دی چې په فراه کې د نسکورې شوې چورلکې د وژل شویو جسدونه لا هم ګونګ برخلیک لري.

په دې کسانو کې چې د ولایتي شورا رییس او د ۲۰۷ظفر قول اردو مرستیال هم و، طالبانو يې جسدونه پر جنرال رازق د بریدګر د جسد په بدل کې حکومت ته سپارل، خو خو حکومتي سرچينې دې تبادلې حاضرې نه ښکاري.

په فراه کې نسکوره شوې چورلکه هم حکومت له «تخنیکي ستونزو» نسکوره شوې بلله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د