نړۍ

د پاکستان پر یوازینی سپورتي چېنل جیو سوپر باندي بندیز ولګیدی

geo_super_bannedنن ټکی آسیا: نن جیو نیوز تلویزون خبر ورکړ چې د پاکستان د مطبوعاتو د کنټرول ادارې (پمیرا) د پاکستان یوازینی سپورتي چېنل باندي بندیز لګولی.

جیو سوپر چې په پاکستان کې تېر ورلډ کپ په ژوندی توګه ښکاره کړ، په پاکستان کې ډېر مقبولیت لری، او ددغه تلویزون سره د پاکستان رنګا رنګ سپورتونو ډېره وده کړې…

د جیو نیټورک له خوا ویل سوي چې دا د حکومت له خوا یو انتقامي کاروايي ده، او حکومت غواړي چې جیو د مالي بحران سره مخ کړي.. ځکه چې جیو همیشه د حکومت تور مخ بې نقابه کړی، او د حکومت د غلطو پالیسیو په ضد یې اواز پورته کړی دی..

جیو ویلي چې حکومت خپل هغه موظف چې ویلي وو، د حکومت له خوا امر سوی دی چې جیو ته تاوان ورسوي، د دندي څخه لیري کړه سوی..

تمه کیده چې جیو سوپر به په راتلونکو څو ورځو کې شروع کېدونکی  (آي پي ایل) مقابلې په ژوندی توګه ښکاره کړي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x