د روسيې بهرنیو چارو وزارت

روسیه: د مسکو بله ناسته کې به زلمی خلیلزاد هم برخه واخلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د روسيې سفارت وايي، نیت لري د افغان سولې اړوند یوه بله غونډه جوړه کړي، چې زلمی خلیلزاد به هم برخه پکې واخلي.

په کابل کې د روسي سفیر مرستیال البرت خوزیف وړمه ورځ، د سولې اړوند جوړې شوې غونډې ته د مسکو د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله وویل، چې مسکو د بلې غونډې نیت لري او هیله ده، زلمی خلیلزاد به هم پکې برخه واخلي.

هغه د مسکو د تېرې غوندې (۱۸لړم) په اړه وویل، چې هلته لوی مثبت ګام دا و، چې بالاخره امریکا ومنله چې یو تن يې پکې برخه واخلي.

په مسکو کې د سولې تېره غونډه چې د سیمې شاوخوا لسو هېوادونو، طالبانو، د سولې شورا غړو او امریکايي استازي پکې برخه اخیستې وه، د سولې اړوند هیله بښونکې یاده شوې ده.

په یاده غونډه کې سولې ته د رسېدو اړوند خبرې اترې وشې او طالب استازو هم خپل وړاندیزونه، طرحې او څرګندونې په ډاګه د نړیوالو تر غوږونو ورسولې.

له یادې غونډې وروسته د افغان سولې اړوند د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد قطر ته سفر وکړ او طالبانو سره پرلپسې درې ورځې وغږيد.

تازه ټرمپ هم ویلي، چې په افغانستان کې د سولې اړوند پر جدي خبرو بوخت دي او په وینا يې که بریالۍ شي، «ډېر به خوشاله شم.»

دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم په غزني کې خبریالانو ته وویل، د سولې لپاره هڅې تعقیبوي، خو د تعرض پر ځای يې د «دفاع» لپاره د تیاري یادونه هم وکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د