ټولنیزه برخه

په مناسب وخت کې اقدام کول!

عبدالله وردک

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

په مناسب وخت او مناسب ځای کې، مناسب اقدام، ډېرې دنیوي ستونځې په ښه توګه حل کولای شي. نو لدې کبله، مناسب اقدام، په مناسب وخت، او مناسب ځای کې، باید حتمي او ضروري، په لازمه توګه تر سره شي.

غواړم، د پورتني عنوان د تاىٔید او تصدیق له پاره دغه لاندې مثالونه وړاندې کړم.

۱ – فرض کړئ، چې یو پلار او یا یوه مور، خپلو اولادو ته بې اندازې زیات ناز ورکوي، او دوی دواړه دغه شانته فکر کوي، چې د دوی اولادونه چې کله لوی شي، نو هغه به پخپله ښه شي. یعنې دواړه مور او پلار، په مناسب وخت کې، د خپل اولاد په تربیه کې، سم اقدام نکوي، نو لدې کبله، د دوی اولادونه، خدای مکړه، بې تربیې آموخته کیږي، او بیا هر ډول غمونه، او جګرخونۍ ګټه نکوي.

۲ – فرض کړئ، چې په یوه کورنۍ کې، د ۲ وروڼو ترمنځ، په یوه شي جنجال واقع کیږي، او پلار او مور د موقتي آرامۍ په خاطر، دواړو ته څه نه وایي، او چې کله دغه وروڼه ښه یو او بل سره ووهي، نو بیا د هغوی پلار او مور مداخله کوي. نو دغه بې وخته اقدام، هېڅ په درد نه خوري. په بل عبارت، که دغه پلار او مور، په لومړي سر کې د حق طرف نیولی وای، او د خپلو زامنو په مابین کې یې، د حق فیصله کړې وای، نو خبره به بیا دومره نه جنجالي کېده.

۳- که چېرې په کوم مجلس کې، دوه نفره سیاسي بحث کوي، او نور خلک آرام ورته ناست وي، او مشران د دوی په بحث کې ځانونه بې طرفه نیسي، او چې کله بیا خبره جنګ او کنځلو ته ورسیږي، نو بیا مشران اقدام کوي، چې دغه بې وخته اقدام بیا کومه ګټه نشي رسولاي، ځکه چې په هغه وخت کې، بیا ژور خفګان د دوی ترمنځ واقع شوی وي. که چېرې، دغه مشرانو، په اول کې د حق طرف نیولی وای، نو هغه به د ټولو په ګټه وای، او تجاوز کار به هم پوه شوی وای، او کېدای شوای، چې دغه تجاوز کار خپلې اشتباه ته متوجې شوی وای.

۴ – که چېرې، په یوه ټولنه کې، د هغه مشران د ملانصرالدین په شان ټولو ته حق په جانب وایي، او غواړي، چې څوک له خپله ځانه څخه خفه نکړي، نو دغه ډول مشران ډېره غټه اشتباه کوي، او د دوی دغه ډول رویه، دغه ټولنه، د بربادۍ لورته بیایي، چې باید دغسې ونشي. مشران باید قاطع او عادلانه اقدام، په مناسب وخت کې تر سره کړي، او پرېنږدي، چې وضعه د بحران خواته لاړه شي.

۵ – فرض کړئ، چې په یوه کور کې نګورانې، یو له بل سره جنجال کوي، او د هغوی خسر او خواښیې ته حقیقت ښه معلوم وي، او هغه د خپلې موقتي آرامۍ په خاطر، د هغو په جنجال سترګې پټوي، نو دغه شانته خسر او خواښیې باید پوه شي، چې دوی سم کار نکوي، او دغه شانته کور باید یوې بربادۍ ته سترګو په لاره وي. اما، که دغه خسر او خواښیې، د حق طرف ونیسي، نو کېدای شي، چې دغه موقتي خفګان، پدغه کور کې، یوه دایمي خوښحالي منځ ته راوړي.

۶ – فرض کړئ، دوه ملګري د یوه شي په خاطر، یو له بل سره خفه وي، او یو درېیم سړی، راپورته شي، چې د دوی په منځ کې روغه او جوړه وکړي، او د دوی د خفګان اصلي علت پیدا نکړي، نو دغه شانته روغې او جوړې ته، اصلي روغه او جوړه نه ویل کیږي، او ډېر امکان شته، چې دغه خفګان په راتلونکي وخت کې، بیا را پورته شي. نو مشرانو ته لازمه ده، چې اول د دوی د خفګان اصلي علت پیدا کړي، او بیا هغه اصلاح کړي. د مثال په توګه، یو سړی یوه مرداري، د خاورو پذریعه، په یوه عامه لار کې پټوي، او هغه خوښحاله هم وي، چې د مردارۍ په سر یې خاورې وښیندلې، او هغه یې پټه کړه. اما هغه خبر ندی، چې که بل سړی په همغه مردارۍ، خپله پښه کیږدي، نو کېدای شي، چې د دغه سړي بوټان، او کالي هم پدغه موقتي پټه شوې مردارۍ، ککړ او بې نمازه شي. نو د ښه نفر دپاره لازمه ده، چې مرداري په دایمي ډول، د لارې څخه لیرې کړي.

۷ – که چېرې، د افغانستان خلکو، په مناسب وخت کې، نېک اقدام کړی وای، نو کېدای شوای، چې په افغانستان کې به دومره ستونځې منځ ته نه وای راغلې. اما، متأسفانه، د افغانستان خلکو، ټولو په یوه آواز سره، د ظلم په مقابل کې یو ځای، په یوه وخت کې اقدام ونکړ، چې په نتیجه کې یې ټول ملک دربدر او خاورې په سر شو.

دپام وړ ټکي:

هغه ټولنه به ډېره نېکمرغه او کامیابه وي، چې عادل، پوه، له انصافه ډک، او قاطع مشران ولري، چې هغوی په سختو حالتونو کې ښه په وخت ګټور اقدام وکړي، او خپله ټولنه، له بربادۍ څخه وژغوري.

هغه مشران چې د ښه او بد توپیر نشي کولای، او هر کس او ناکس ته په یوه سترګه ګوري، هغوی په حقیقت کې مشران نه، بلکې ټیکه داران دي، چې شپه او ورځ، بل کار نلري، او خپل ملک او خلک د بدبختۍ لوري ته کښوي.

په پای کې یوځل بیا، د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته، په ډېره عاجزۍ سره، دواړه لاسونه د دعاء دپاره پورته کوم، چې الله(ج)، د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته، سوله راولي، چي هغه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

وردګ صاحب ، ستاسی لیکنه په ځآی خو په شه وخت کی مو نه ده لیکلی کشکی څو لسیزی د مخه لیلک شوی وی نن به یی مخ راوړی وو میوه به یی نیولی وی خلکو به تری ګټه اخستی وی. پشتو کی یو متل دی وایی [ ماهی چه هر وخت له اوبو راوباسی تازه وی ] یعنی اوس هم بی ګټی نه ده که لا نوره وده ورته ورکړی شی او تکراری تکراری ولیکل شی او عملی برخه کی یی ګامونه پورته شی . تاسی تر یوی کچی هغه نسخه چه د ناروغیو مخنیوی کوی لیکلی مګر د… نور لوستل »

عبدالله وردک

ګرانه او قدرمنه حاجی صاحب السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
جزاک الله خیراً. الله(ج) د ډېر اجرونه درکړي. آمین.
ګرانه وروره!
وروڼه او خویندې، د ستاسې په شان باید خپل صادقانه نظر وړاندې کړي، او همدغه نظرونه، یوه لیکنه مکمل کولای شي. ډېره بښنه غواړم، چې د ستاسې لیکنه مې وروسته ولیدله. هېڅ لیکنه، مکمله کېدلای نشي، او ټول وروڼه او خویندې، باید خپل نظرونه د اسلام په رڼا کې اظهار کړي.
والسلام

غمی،پښتین

عبدالله وردګ صاحب سلامونه او نیکی هیلی،
بهترینه لیکنه د کړی،د هیڅ شی کمی ور په کی نشته،الله ج د اجر درکړی،او نورو لیکنو ته به د انتظار کوم.
استاد الحاج هم یو مهم شی حرص ته اشاره کړی ده،چه واقعا حرص څوک ډالرو،پونډو،کلدارو،روبلونو غلامان کړل،او ځینی نور یی له وطن څخه ورک لندن ته په پونډونو پسی ورسول.

سیلاب

ستاسی دا نظر چه خلک ډالرو ، پونډو، کالدارو ، روبل او داسی نورو غلامان کړی درسره منم ، اسعار د اجناسو د تبادلی ځای نیولی، مګر دا برخه چه[ ډير یی له وطنه ورک لندن ته په پونډو پسی ورسول ]ورسره لږ توافق یا هیڅ توافق نه لرم او هغه دا چه: د اسعارو ډولونه، لاسته راوړل او چه چیری یی ترلاسه کوی نه یواځی جرم او ګناه نه ده که په حلاله توګه تر لاسه شی ګټور او ثواب لری. زمکه د الله ج مالیکت دی هر چیری چه رشتونی او مسلمان هستوګنه ولری د مسلمان څه چه… نور لوستل »

غمی،پښتین

سیلاب صاحب.ستا توافق او یا نه توافق مهم نه دی،دا چه دا خلک اروپا .امریکا ته لندن ته په ډالرو،پونډونو ،یورو پسی نه دی تللی نو څه لپاره تللی؟
ایا حج ته تللی؟حج خو په سعودی کی دی،اسلامی مدرسه ته هم نه دی تللی.

غوربندي

غمی صاحب

استاد عبدالله زمونږ د هيواد سرمايه ده، هغوی د برق په رشته کې د لندن په يوه پوهنتون کې تکړه استاد دی, هغوی له غربی فرهنګ څخه ټکی تاثر هم نه دی اخستی.

په بهر کې کار او ژوند کله هم عيب نه دی، هغه چې ستاسو مطلب دي هغوی خو لکه د مردارې مچان ټول په امريکايانو پسې او يا ورسره مل بيرته افغانستان ته راغلل او زمونږ او تاسو په ملی او اسلامی نواميسو يې هغه کانې وکړې چې تاريخ يې ساری نلری.

غمی،پښتین

غوربندی صاحب.تبصره ثبت کولو حق ڼن.ټکی اسیا درکړی،خو تبصره سره د زه موفق نه یم،څوک چه د افغانستان سرمایه ځان بولی نو هغه په داخل د افغانستان کی اوسیږی دی.او د افغانستان په زخم پټی لګوی. افغانستان په بیړه سره خپلی سرمایه ته ضرورت لری،زر تر زره د ځان ورته راورسوی.او داسی هم شوی چه افغانستان سر مایه باندی یی ځانونه ورسول او په تیښته وتښتیدل ارام ژوند یی غوره کړ، د افغانستان په ملی اسلامی نوامیسو باندی هیچ چا ملنډی نه دی وهلی او نه به دا جرت څوک وکړی.افغانان په وینو سره بکر. خو بیا یی هم له… نور لوستل »

غوربندي

که خدای ﷻ زمونږ او تاسو هېواد له يرغلګرو امريکايانو څخه ازاد او خپلواک کړ نو ليرې نه ده چې ددې هېواد مخلص بچيان به د خپل وطن او خلکو هر اړخيز خدمت ته راودانګي.

اوسنی اداره خو د غلو، مفسدو، جنايکارو، لاسپوڅو، عياشو، بې دينو او بلواکو عناصرو مجموعه ده، له دې ډېران څخه سپېڅلي خلک ځان ليرې ساتي.

عبدالله وردک

ګرانه او قدرمنه وروره غمی جانه! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې روغ او جوړ وې! ګرانه او قدرمنه وروره! که چېرې یو څوک، د یوه چا په هکله، مکمل معلومات ونلري، نو د هغه په هکله به قضاوت کول هم نیمګړی وي. ګرانه او قدرمنه وروره! زه په عمومي ډول د ستا له خبرې سره موافق یم، او هر څوک تر ټولو لومړی، باید خپل هېواد، او هېوادوالو ته، خدمت وکړي. هېره د نه وي، چې متأسفانه، ځینو افغانانو، د خدمت تر نامه لاندې، د افغانستان، پوستکی هم وایسته، او هغه یې له ځانه… نور لوستل »

غ.حضرت

زه نه پوهېږم چه ځینی کسان ولی په لسو نومونو تبصرې لیکی؟

سیلاب

غمی صاحب ! که تاسی زما تبصره یو ځل بیا ولولی ستاسی نیوکه چه خلک خارجی هیوادو ته ولی ځی ؟ په مفصل ډول ځواب شوی دا ځل به لږ ډیر یا بل ډول توضیح کړم او هغه دا چه : ټولو هیوادو کی ښه او بد خلک شتون لری ښه د شو او بد د بدو ورونه دی. مهمه نه ده چه هغه ښه امریکا او اروپا کی دی که مونږ ښه یو زمونږ ورونه او مهمه نه ده چه هغه بد په سعودی او مکه معظمه کی دی هغوی خپلو کی ورونه او مونږ د هغوی له اعمالو… نور لوستل »

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx