چارواکي: پروان کې بمبار ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پروان چارواکي وايي په جبل السراج کې په بمبار کې درې تنه ملکي وګړي وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

د پروان د والي ویاند وحید شهکار وايي، چې بمبار د ځانګړو ځواکونو له لوري شوی، چې د ده په وینا په يو غیر مسؤل وسله‌وال «اربکي» پسې يې عملیات پیل کړي، خو د پېښې قربانیان او زیانمن ټول ولسي وګړي دي.

د جبل السراج لسګونو اوسېدونکو د همدې بمبار په غبرګون کې د نن سهار لاریون وکړ او د کابل ـ پروان لویه لار يې د ترافیکو پر مخ وتړله.

دوی د حکومت پر ضد شعارونه ورکول او د عدالت غوښتنه يې کوله.

ځايي سرچینې وايي، بمبار د امریکايي او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ده بالا سیمه کې شوی او پکې ۳ تنه کلیوال وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

بل اړخ ته ناټو ویلي، په افغانستان کې يې يو عسکر وژل شوی دي.

د ناټو له مطبوعاتي ادرسه خپره شوې خبرپاڼه کې د یو عسکر د وژل کېدو خبر ورکړل شوی، خو د وژنې د ځای او د هغه د بشپړ هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د