ورزش

ټي ټين ليګ: شفق او شرف پښتون لوبډلې ته بريا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د لس اوريزو سياليو خورا جالبه سلسله په جوش او جذبه کې دوام مومي چې په کې په ځانګړي ډول افغان لوبغاړي ښه ځليږي.

له محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي او ظاهر خان څخه وروسته شفيق الله شفق هم ښه وځلېد، نوموړي د خپلې لوبډلې په ګټه ۴۵ چټکې منډې جوړې کړې.

پښتون لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، او په ۱۰ اورونو کې يې ۱۳۷ منډې جوړې کړې، انډري فليچر ۶۸ او شفق ۴۵ منډې جوړې کړې، نوموړي د ۴ شپږیزو او ۴ څلوریزو وهلو سره يوازې ۱۶ توپونه ولوبول.

په ځواب کې د تيسارا پريرا په چټکې توپوهنې سره لوبه خورا جالب پړاو ته ورسېده خو شرف الدين اشرف په وروستي اور کې د ۱۸ منډو کاميابه دفاع وکړه او لوبډلې ته يې بريا ورکړه.

د يادونې ده چې د ټي ټين ليګ سیالۍ په ۲۱ نومبر پېل شوي او تر ۲م ديسمبر پورې به دوام مومي، په دې کې ۸ لوبډلو ګډون کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x