ورزش

فوټبال: افغانستان راتلونکې مياشت ترکمنستان او ازبکستان سره سيالۍ لري

نن ټکی اسيا (شنبه، ۴ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ د افغانستان او ترکي کلب انتالیاسپور لوبډلو ترمنځ دوه دوستانه سيالۍ ترسره شوې چې افغانستان لوبډلې په دواړو سياليو کې له انتالیاسپور څخه ماتې ومنله.

د افغانستان فوټبال فدراسيون څخه په خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې د فوټبال ملي لوبډله راتلونکې مياشت د ترکمنستان او ازبکستان ملي لوبډلو سره دوستانه سيالۍ ترسره کوي.

دغه سيالۍ به د ترکيې تر ټولو غوره «انتاليا» لوبغالي کې په ۲۵م او ۲۸م ديسمبر ترسره شي، چې لومړۍ سیالۍ به د ترکمنستان پر وړاندې په ۲۵ او د ازبکستان پر وړاندې په ۲۸م ديسمبر ترسره شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x