د پلټنې اداره: ارګ، د علماوو شورا او حکمتیار «بې حسابه» پیسې مصرف کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په هېواد کې د پلټنې او تفتیش عالي اداره وايي، ګڼې ادارې چې پکې پخپله د ارګ یوه برخه، علماوو شورا او د حزب اسلامي تسلیم شوی مشر راځي بې حسابه لګښتونه کوي.

د دې ادارې د راپور له مخې په روان مالي کال کې د سولې پروګرام، د حزب‌اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، ارګ کې د چارو اداره، ملي امنیت او د افغانستان بانک هغه ادارې او اوشخاص دي چې له حساب پرته لګښتونه ورکړل شوي دي.

راپور زیاتوي چې له دې جملي د امینتي ارګانونو، د افغانستان بانک او علماوو شورا په حسابونو کې هیڅ روڼوالی نه تر سترګو کېږي.

د سرچینې په بنسټ ملي امنیت یوازې د ګلبد حکمتیار د امنیت، ځای، دفتر او نورو لګښتونو اندازه ۲۹۰میلیونه افغانۍ ښوودلی دی.

ملي امنیت ۳۰۰ میلیونه نورې افغانۍ د «سولې» او خلکو سره د «همکارۍ» په پلمه لګولې، چې د پلټنې عالي اداره وايي دوی ته يې د «محرمیت» له امله اسناد ورنه کړل شول.

ملي امنیت د سولې په برخه کې ښکاره کومه ونډه نه ده اخیستې، خو د پرلټونو په نامه ځينې ناستې چې د بهرنیانو پخواني قومندان نېکولسن پر طالبانو یو «فشار» باله، د ملي امنیت او بهرنیانو ګډه پروژه یادېدله.

د پلټنې عالي ادراه وايي دوه میلیونه افغانۍ امریکا ته د «افغان ساتنې» په نوم د یو غیر حکومتي بنسټ د غړو په تګ راتګ شوې دي، چې هیڅ حساب يې معلوم نه دی.

تر اوسه ارګ، ملي امنیت او ګلبدین حکمتیار په دې اړه څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د