افغانستان

ټاکنو کمیسیون، د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې نن اعلانوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاکنو کمیسیون وړمه ورځ د پنځو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې او نیت لري چې نن د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړي.

د ټاکنو کمیسیون یوه کمېشنره وسیمه بادغیسي وايي، نن (یکشنبه، ۴لېندۍ) به د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

بادغیسي وویل، د هغو ولایتونو چې ساحې يې کوچنۍ او د دې په وینا کار يې اسانه و، پایلې به يې نن اعلان شي.

دې کمیسیون وړمه ورځ د جوزجان، دایکندې، بامیان، فراه او روزګان ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمیسیون وویل، له دایکندې سید محمد داود ناصري، ریحانه آزاد، علي اکبر جمشیدي او شیرین محسني، له جوزجانه کریم جوزجانی، عزیزالله الفتي، حلیمه صدف کریمي، د دوستم زوی باتور دوستم او د احمد ایشچي زوی بکتاش ایچشي، له روزګانه، بسم الله جان، قدرت الله رحیمي او انوشه بارکزۍ، له فراه همایون شهیدزاده، عبدالستار حسیني، بلقیس روشن او عبدالجلیل بختور له بامیانو نه سید جمال فکوري بهشتیي، رحیم علیارزاده، ظهرالدین جان اغا او نیکبخت فهیمي بریالي شوي نوماندان دي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۹-۲۸ترسره شوې، چې په اړه يې لا هم اعتراضونه روان دي، ټاکنو کمیسیون ویلي و، چې لومړنۍ پایلې به د لړم په نولسمه اعلان کړي، خو ایله وړمه ورځ يې یوازې د پنځو ولایتونو د پایلو په اعلانولو سره پیل وکړ او زیاته يې کړه چې تدریجي به د څو ـ څو ولایتونو پایلې اعلانوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x