د حکومت شریکان

ژینو کې به د حکومت دواړه شریکان برخه واخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې د ژینو کنفرانس کې به د حکومت دواړه شریکان ګډون وکړي او د ارګ په وینا پوره تیاری ورته نیول شوی دی.

دغه کنفرانس چې د سویس په ژینو کې به دوه ورځې وروسته ترسره شي، په ۲۰۱۶ز کال کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د شویو ژمنو څېړنه کېږي.

د ماليې وزات چارواکي وايي، دوی په مالي برخه کې هغه ژمني چې دوه کاله وړاندې يې بروکسل کې کړې وي، پوره کړې دي.

د دې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي دوی ټول راپورونه تیار کړي او نړۍوالو ته به يې وړاندې کړي.

تېره ورځ د ارګ ویاند هارون چخانسوري په خبري غونډه کې وویل، چې دوی به د خصوصي سکتور په برخه کې د اصلاحاتو، د عوایدو د زیاتوالي، روڼتیا او ان له فساد سره د مبارزې په برخه کې ژينو کې معلومات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د پلټنې او تفتیش عالي ادارې د ارګ په ګډون ګڼ مهم دولتي بنسټونه د پیسو په بې حسابه لګولو تورن کړي دي.

د دې ادارې د راپور له مخې په روان مالي کال کې د سولې پروګرام، د حزب‌اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، ارګ کې د چارو اداره، ملي امنیت او د افغانستان بانک هغه ادارې او اوشخاص دي چې له حساب پرته لګښتونه ورکړل شوي دي.

راپور زیاتوي چې له دې جملي د امینتي ارګانونو، د افغانستان بانک او علماوو شورا په حسابونو کې هیڅ روڼوالی نه تر سترګو کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د