رویا رحماني

رویا رحماني امریکا کې سفیره شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په اندونزیا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني په امریکا کې سفیره ټاکل شوې ده.

د ارګ ویاند هارون چخانسوري پرون یوه خبري غونډه کې وویل، رویا رحماني واشنګټن کې د کابل سفیره ټاکل شوې.

هغې چې په کولمبیا کې زده کړې ترسره کړې، تر دې وړاندې اندونزیا کې سفیره پاتې شوې او امریکا کې د حمدالله محب پر ځای د افغانستان سفیره شوه.

حمدالله محب وروسته له هغه له سفارت نه را وغوښتل شو، چې دلته د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر خپله دنده پرېښوده او هغه يې پر ځای وګمارل شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د