افغانستان

رحمت الله نبیل هم د مولوي بصیر حقاني پر وژل کېدو خواشيني ښکاره کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم د علماوو شورا د مشر مولوي عبدالبصیر حقاني پر وژل کېدو خواشيني ښکاره کړې.

حقاني، تېره ورځ کابل ښار کې په وسله‌وال برید کې ووژل شو، چې د کورنیو چارو وزارت وايي د وژل کېدو اصلي عامل يې نیولی دی.

رحمت الله نبیل چې د تېرې سه شنبې د خونړۍ پېښې چې لسګونه علما پکې ووژل شول، په اشاروي ډول، پخپله یوه ټویټ کې اشاره کړي او هغه يې هم پر حکومت خپله عقده یخه کړې ده.

خو د ملي امنیت دې پخواني مشر د مولوي عبدالبصیر حقاني پر وژل کېدو پر لپسې پنځه ټویټونه کړي، هغه يې یوه «هستي» بللې او له حکومته يې غوښتي چې عاملین دې يې ونیول شي.

په ورته وخت کې خواله رسنیو کې فعالان ټینګار کوي چې مولوي عبدالبصیر حقاني د خپلو ډاګیزو څرګندونو له امله د ملي امنیت له لوري ترور شوی دی.

هغه د تېرې سه شنبې خونړۍ پېښه چې پکې لسګونه علما ووژل شول، د «استخباراتو» کار وباله، چې له دې رسنیزو څرګندونو درې ورځې وروسته ووژل شو.

د ملي امنیت د پخواني مشر پرلپسې ټينګار او ټویټونو هم دا شکونه پیاوړي کړي او پرلپسې تبلیغات يې د ذهنونو اړولو هڅه بلل کېږي.Basir-Nabil.jpg

مولوي عبدالبصیر حقاني د اکوړه خټک له دارالعلوم حقانیه فارغ، د بغلان ولايت پلمخري ولسوالۍ اوسېدونکی و، له تېرو څو کلونو راهيسې په کابل کې اوسېده او په خپلو ويناوو او ټلويزوني مرکو کې به ډاګیزې څرګندونې کولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالبقاء

چنار چنار ځوانان دي تېر ايستله
ای د غليم حلقه بګوش غلامه
کړه دي د دوی هم دا، هم هغه خطا
ته هم سې خوار او هم تر دوی بدنامه
او
څومره پر دين او پر هيواد مينان
تا په تيارو کوټو کي وکړول
هم د هيواد د خپلواکۍ پتنګان
تا او غليم په بې رحمۍ ووژل

pattang

خد پرې خپه وي او ژاړي به ځکه چې دواړو ځناورانو د cia په اخرو کې دالر خوړل !

غوربندي

نبیل ځکه د تمساح اوښکې تویوي چې د لوبې د په لار اچولو برخه وال دی.

تاسو به وګوری چې همدا جنایتکاران په نن سبا کې د شیعه ګانو یو اخوند هم وولي تر څو خپل ککړ ماموریت په لاره واچوي.

نبیله ! د جنرال رازق په سرنوشت مو له منتقم خدای ج څخه مبتلا غواړم.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x